1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د غیر قانوني کډوالو له پاره هیلې

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۳۰, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما غواړي چې له خپل هیواد څخه د پنځه میلیونو غیرقانوني کډوالو د ایستلو مخه ونیسي. د اوباما د دغه یو اړخیز اقدام پر وړاندې جمهوري غوښتونکو له سختو نویکو سره غبرگون ښکاره کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Dqrr
انځور: Reuters/J. Bourg

د امریکا متحده ایالاتو ولسشمر بارک اوباما له متحده ایالاتو څخه د غیر قانوني کډوالو د ایستلو د مخنیوي له پاره په یو اړ خیز اقدام وروسته له هغې لاس پورې کوي چی په کانگرس کې هغه د اکثریت له ملاتړ څخه بې برخې شوی دی.

د کډوالو د سیاست په هکله د خپلې تلویزوني وینا په سر کې اوباما وویل: «زموږ د کډوالۍ نظام سره گډوډ شوی دی، په دی خبره ټول پوهیږي.» له دې خبرې سره د متحده ایالاتو ولسمشر د کانگرس له پاره د ټاکنو د بایللو سره سره د کډوالو په سیاست کې د خپلو مخالفینو پر وړاندې یو ډير سخت دریځ غوره کړ. د کانگرس خوښې ته له نه پاملرنې سره اوباما د ولسمشرۍ له صلاحیت څخه کار واخیست او د میلیونونو غیر قانوني کډوالو له پاره یې د یو لړ آسانتیاوو د برابرولو اعلان وکړ.

د جمهوري غوښتونکو گواښونه

د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر د بارک اوباما دغه اقدام ته سمدلاسه غبرگون ښکاره کړ. د سپینې ماڼۍ له خوا د اوباما د پلان د جزئیاتو له بربنډیدو څخه لږ څه وروسته د جمهوري غوښتونکو په یوې خبر پاڼه کې وویل شول: «په دې ډول دیموکراسي کار نه کوي.» اوباما له څو کلونو راهیسې هڅه وکړه چې کانگرس قانع کړي تر څو د کډوالو په قانون کې تعدیلات رامنځ ته کړي. په جمهوري غوښتونکو کې د اوبا ما مخکښ مخالف، میچ میک کونیل وویل: «کله چې اوباما خلک له پام څخه غورځوي او خپله اراده پر هغوی تحمیلوي، کانگرس مجبوره دی چې په مقابل عمل لاس پورې کړي.»

دا چې د اوباما د دې تصمیم پر ضد به جمهوري غوښتونکي سخت غبرگون ښکاره کوي، کارپوهانو یې لا مخکې وړاندوینه کړې وه. د واشنگتن د «بروکینگز انستیتوت» څخه ادري سینگر له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «دا به د کانگرس په دننه کې سختې شخړې راوپاروي او ډيری خلک د منفي سیاسي اغیزو وړاندوینه کوي.» نوموړې کارپوهې یادونه وکړه چې د جمهوري غوښتونکو غوسه په پام کې نیولو سره دا ښایي ښه کار نه وي، خو په هر صورت مهمه خبره اوس دا ده چې ولسمشر له دې اقدام سره د پیاوړتیا احساس کوي.

د بروکینگز له انستیتوت څخه کار پوهې سینگر، د غیر قانوني کډوالو په هکله د اوباما پلان ته په اشارې سره وویل: «دا هغه یو اقدام دی چې دړې وړې کورنۍ بیرته سره یو ځای کوي. دا هغه یوه هڅه ده چې هغه خلک وساتي چې امریکا کې اوسیږي او ماشومان لري.»

سینگر وویل د متحده یالاتو د کډوالو د اوسني قانون له مخې په دې هیواد کې په میلیونو خلک د خپل راتلونکي برخه لیک په هکله نه پوهیدل چې څه ور سره کیږي. اوباما وغوښتل چې دغه نا معلوم وضعیت ته د پای ټکې کیږدي: «څرنگه چې پوهیږئ په تیرو کلونو کې ډير خلک له متحده ایالاتو څخه په زور بیرته ایستل شوي دي. کورنۍ سره بیلې کړای شوي دي. میندې او پلرونه له خپلو ماشومانو جلا کړای شوي دي. دا هغه یوه لاره ده چې کیدای شي کورنۍ بیرته سره یو ځای کړای شي.»

د مجرمینو ایستل

سر بیره پر دې اوباما غواړي چې د ۲۰۱۲ کال د دوبي یو فرمان پراخ کړي. د نوموړي فرمان له مخې د هغو غیر قانوني کډوالو د ایستلو مخنیوی کیږي چې په ماشومتوب او د قانوني سن په لږ عمر کې محتده ایالاتو ته په غیرقانوني توگه داخل شوي وي. له نوموړي فرمان څخه له دې مخکې کابو ۶۰۰ زرو ځوانکیو گټه پورته کړې ده اوپه متحده ایالاتو کې د قانوني هستوگنې خاوندان شوي دي.

د اوباما حکومت اوس د هغو کډوالو بیرته ایستلو ته ځير شوی دی چې جنايي جرمونه یې کړي دي او یا په دې نزدې وختونو کې له مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته ورغلي دي. اوباما په خپله وینا کې وویل: «څوک چې مجرم وي، هغه به ایستل کیږي. له دې وروسته ټول هغه کسان چې متحده ایالاتو ته د غیرقانوني ننوتلو پلان لري، باید پوه شي چې هغوی به ونیول شي او بیرته به اخراج شي.»

د ولسمشر د پلان له مخې هغه میندې او پلرونه وروسته له دې نه ایستل کیږي چې ماشومان یې د متحده ایالاتو تابعیت لري او یا په دغه هیواد کې قانوني اقامه لري او لږ تر لږه پنځه کاله یې په متحده ایالاتو کې تیر کړي وي. خو هغوی باید له غیرقانوني هستوگنې څخه راووځي او د پولیسو ادارو ته ولاړ شي تر څو ځان په رسمي توگه راجستر کړي. دغه ډول خلکو ته چې شمیر یې کابو پنځو میلیونو ته رسیږي د پولیسو له یوې امنیتې څیړنې وروسته د قاتوني اقامې اجازه ورکول کیږي او بیا کولای شي چې کار وکړي او متحده ایالاتو ته خپله مالیه ورکړي.