1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د هیروینو ناوړه استعمال

انیس پوهل۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې د نشه یې توکو له امله د مړینې کچه څلور برابره زیاته شوې ده. دلیل دا دی چې د درد له درملو څخه ناوړه استفاده کیږي. د درملو جوړو شرکتونه او د زندانونو چلونکي ترې گټه پورته کوي.

https://p.dw.com/p/1IYPA
Symbolbild Drogenabhängigkeit
انځور: picture-alliance/dpa

: په امریکا متحده ایالاتو کې د نشه یې توکو له امله د مړینې کچه څلور برابره زیاته شوې ده. دلیل دا دی چې د درد له درملو څخه ناوړه استفاده کیږي. د درملو جوړو شرکتونه او د زندانونو چلونکي ترې گټه پورته کوي.

د امريکا متحده آيالات له داسې يوه رنځ څخه کړيږي چې ډاکترانو يې خپله په دغه هېواد کې خپور کړی دی. د دغې ساري ناروغۍ کچه په ۱۹۸۰ يمو کلونو کې د ايډز له ناروغۍ سره پرتله کېدای شي. دغه پراخ مرض د درد د دارو درملو اعتياد يا روږديتوب دی. هره ورځ د احصايو او ارقامو له مخې ۱۲۵ انسانان د غيرقانوني مخدره توکو د استعمال له کبله مري. د هغوی له جمې څخه تقريبا ۸۰ د هېروين او نور افينو ته ورته د موادو د استعمال په پايله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه خبره د متحدو آيالاتو د روغتيا د ادارې د ارقامو له مخې څرګنديږي. په ۲۰۱۴ کال کې دغه شمېر تقريبا ۸۰ زره کسانو ته رسېده.

Symbolbild Tabletten Medikamente
انځور: picture-alliance/dpa/F. May

وژونکې غلط فهمي

د طب د ډاکتر، ډيويډ روزنبلوم، په خبره په ښکاره ډول څرګنده ده چې څوک د دې مسووليت پر غاړه لري، يعنې ټول هغه انسانان چې د دارو درملو له لارې پيسې ګټي، له ډاکترانو نيولې د دارو جوړونکو شرکتونو تر صنعته پورې. له يوې خوا وار په وار لا قوي داروګان بازار ته راوتلي دي. له بلې خوا د پراخو کمپاينونو له لارې خلکو ته داسې ويل شوي دي چې د درد د نه علاج په پايله کې سړي ته لا سختې مريضۍ پيدا کيږي. روزنبلوم وايي چې دا يوه وژونکې غلط فهمي ده او زياتوي چې «۸۰ سلنه هغه انسانان چې نن سبا افينو ته ورته مخدره مواد استعمالوي، به پخوا د درد په وړاندې قانوني دارو درمل خوړل..»

آيا د دارو جوړولو صنعت ګرم دی؟

بې شمېره ارقام او احصايې د روزنبلوم د تيورۍ پر صحت دلالت کوي. د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې له خوا خپرې شوې نقشې دا ښېي چې د درد د دارو درملو اعتياد يا روږديتوب په امريکا کې له کوم ځايه پيل شوی دی. هغه د لويديځې ويرجينيا يا اپالاچي په څېر سيمې وې چېرته چې د کار په ترڅ کې ډېرې حادثې پېښېدلې. د طبي عمليات وروسته يا د ملا د درد د علاج به خاطر به ناروغانو ته له حده ډېر دارو درمل ورکول کېدل. انسانان به روږدي شول او شيطاني حلقه به جوړه شوه.

Deutschland Symbolbild Drogentote
انځور: picture-alliance/dpa/F. Leonhardt

ناروغي جرم نه دی

دغسې خبرې اوس ورو ورو راوځي او د خلکو تر غوږو رسيږي. د امریکا متحدو آيالاتو ولسمشر، بارک اوباما پخپله په دې هدف ډېرې هلې ځلې پورته کړې چې په مخدرو موادو روږدي کسان بايد مجرمين ونه بلل شي. هغوی بايد د ناروغانو په توګه له درملنې لاندې راشي. د دې پر ځای چې هغوی زندانونو ته واچول شي، بايد ورسره مرسته وشي. دغه خبره ډېره منطقي برېښي، خو عملي اړخ يې ډېر سخت کار دی. د امريکا په متحدو آيالاتو کې ډېر شمېر زندانونه د خصوصي شرکتونو له خوا چلول کيږي چې چلونکي يې دا علاقه لري چې هغه دې تل ‌ډېر زندانيان ولري. روزنبلوم وايي چې دغه ستونزې د امريکا په متحدو آيالاتو کې «له بده مرغه يو تريخ حقيقت دی.»