1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د وسلو یو روسی سوداگر په ۲۵ کاله بند محکوم سو

۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعه
https://p.dw.com/p/14YsK

په نیویارک کی د متحده ایالاتو یوې محکمې د ویکتور بوت، په نامه د وسلو یو روسی تجار په ۲۵ کاله بند محکوم کړ. قاضي له دې کبله دغه حکم صادر کړ چې هغه په کولمبیا کې د امریکا پر دښمنو جنګیالیو ډېری زیاتی وسلې خرڅی کړي دي.

لوی څارنوال د هغه له پاره د عمري بند د سزا غوښتنه کړې ده. ویکتور بوت، د تېر کال په مني کی لا مجرم پېژندل سوی وو. بوت په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د امریکایي اجنټانو له خوا د وسلو د معاملو له کبله په تایلند کې نیول سوی وو او وروسته له هغې د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال سو. روسیې په بیا بیا د محکمې پر دغې پروسې باندی انتقادونه کړي دي.