1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکې کې د افغانستان جګړې پر ضد زیاتیدونکی مقاومت

۱۳۸۸ شهریور ۲۵, چهارشنبه

د امريکي په متحده ایالتونوکي هم ، د افغانستان جګړی په ضد مقاومتونه ورځ په ورځ زياتيږی. په تيره بيا ديموکراتان نه غواړي چي افغانستان ته دی نور امريکايی عسکر واستول شي.

https://p.dw.com/p/JhhT
مخکی له دې چې اوباما جمهور ریس شی، دی افغانستان ته تللی وو
مخکی له دې چې اوباما جمهور ریس شی، دی افغانستان ته تللی ووانځور: AP

نه يواځی په آلمان يا نورو اوروپايي هیوادونو کی عامه مخالفت د افغانستان د جګړی په ضد ورځ په ورځ زياتیږی، بلکي د اتلانتیک سمندر په آخوا د امریکی په متحده ایالتونو او کانادا کی هم دغه تمايل ليدل کیږی. په لمړی سر کی د نارضايي ګونګوسی اوريدل کیږی، بيا خلکو ته دا پوښتنه وشک پيدا کيږی چی ددغي جګړی څخه به څه لاس ته راشي . او کله چي دغه شک او تلوسی زياتيږی ، نو خلک په ښکاره توګه خپل مخالفت اعلانوي او وايی چی بايد ددغي جګړی له دوامه څخه لاس واخيستل شي.

هسی چی ويل کيږی د افغانستان دجګړی د دوام په هکله اوس د امریکی متحده ایالتونو په مشر تابه کی هم د ستړيا اوشک او ترديد نښي نښانی لیدل کیږی. او ددغه هیواد په واکمن دیمکوکرات ګوند کی دولسمشر بارک اوباما دافغانستان دستراتيژی سره چي په لمړی سرکی دده دبهرنی سیاست يو اساسي محور اعلام شوی و مخالفتونه ښودل کيږي او د اوباما ډير نژدی ګوندی ملګري ددغه سیاست دبريالیتوب په اړه شک او ترديد ښه يي.

کومه لانجه چي اوس دافغانستان دموضوع په هکله ددیموکراتانو په منځ کی پيدا شوی او کيداي شی نورهم پسي زيات شي، هغه افغانستان ته دنور زياتو آمريکايي عسکرو د ليږلو مساله ده. که څه هم دا پريکړه شوی چی دهمدي روان ميلادی کال تر پايه پوري به افغانستان کي دآمريکايي عسکرو شمير دي 68000 ته ورسيږی خو دآمريکا دمتحده ايالتونو به پوځي کړيو کی همدا اوس په ډاګه سره له دی څخه خبري کيږی چی دغه شمير بياهم کفايت نه کوی. او بايد دغه هیواد ته نور عسکر هم واستول شي. دا غوښتنه ددیموکراتانو دپاره يو نوی چلنج بلل کيږی په تيره بيا چی په روان وخت کی دوي ديوه روغتیايی بنیادي ريفورم په جنجال اخته دی او له دي امله دخلکو نارضايی له دوی څخه زیاته شوي.

دامریکی دمتحده ایالتونو دپارلمان مشری Nancy Pelosi په هم دي نژدی ورځو کی په سپینه ماڼي کی خپل ګوندی ملګري ته يو لیک استولي او په هغه کي يي ددي کي يي ددي ګواښ کړی چي افغانستان ته دنوروزياتو عسکرو دليږلو دپاره به په کانګرس کي دملاتړ تر لاسه کول ګران کاروي. همداشان ديموکرات سناتور Dick Durbin هم دغه راز يوه خبره کوي او وايی چی » چي په روان وخت کی افغانستان دزیاتو عسکرو لیږل سم کار نه وی . او همداشان سناتور Carl Levin چی دسنا دجرګی دپوځی جرګه ګی يو بانفوذه مشر دی وايی چی بايد زياتي پوځي دندی پخپله افغانانو ته وسپارل شی ، مخکی له دی چی دغه هیواد ته زيات عسکر وليږل شی.

داوباما دحکومت دپاره به داآسانه خبره نه وی چی دداسي يوی جګړی دپرمخ بيولو دپاره اشتهار وکړی چی ورځ په ورځ دعامه افکارو ملاتړ له لاسه ورکوی . په هغه احصايوی ولس پو ښتنه کی چي دتيری سه شنبي په ورځ CNN دتلوزيون له خوا اعلام شوی ، يواځي په سلو کي 39 وګړی له دي څخه پلوی کوی چي په افغانستان کی دی پوځی عملیاتو ته دوام ورکړ شي . يواځي دهمدي روان میلادی کال دآګست په میاشت کي 51 امریکايي عسکر په افغانستان کی وژل شوي دی . له بله پلوه په افغانستان کي دبډي اخيستلو او اختلاس او داچی ويل کیږی ددغه هیواد دولسمشري په ټاکنو کي به پراخه پیمانه درغلي شوي هم په امریکا او په ټوله نړی کی په عامه افکارو باندی ډيره بده اغيزه کوي.

نو له همدی امله سیاسی کار پوهان ددي ګواښ کوي کيداي شي ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کی دخپل سیاست قرباني شي.

ضیا فضلی

کتونکی: یحیی وردک