1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امنيتي ځواکونو کي د ماشومانو د استخدامولو د مخنيوي هڅي

۱۳۸۹ بهمن ۱۱, دوشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ د ملګرو ملتو سره داسي يو موافقه لیک لاسلیک کړی چي د مخه به يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کي کوچنيان نه استخداميږي.

https://p.dw.com/p/QwrD
په راپور کي راغلي چي کوچنيان د پوليسو، حقاني شبکې، اسلامي حزب، طالب جنگياليو او د توري بوري په جبهه کي استخدام سوي دي.
په راپور کي راغلي چي کوچنيان د پوليسو، حقاني شبکې، اسلامي حزب، طالب جنگياليو او د توري بوري په جبهه کي استخدام سوي دي.انځور: picture-alliance / dpa

د هغه اعلاميې پر اساس چي په افغانستان کي د امنيتي ځواکونو په ليکو کي د ماشومان د استخدامولو په اړه خپره سوې راغلي دي چي تر اوسه هم د امنيتي ځواکونو په ليکو کي ماشومان استخداميږي.

په دغه اعلاميه کي ويل سوي دي چي د ملگرو ملتونو د نهم راپور په اساس چي د « کوچنيان او پوځي نښتي» په اړه، په ۲۰۱۰ کال کي خپور سوی راغلي چي، په افغانستان کي کوچنيان د پوليسو او نورو جگړه مارو ډلو په ليکو کي استخدام سوي دي.

په راپور کي راغلي چي کوچنيان د پوليسو، حقاني شبکې، اسلامي حزب، طالب جنگياليو او د توري بوري په جبهه کي استخدام سوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د يکشنبې په ورځ د افغان امنيتي ځواکونو په لیکو کي د کوچنيانو د عدم استخدام د موافقې د لاسلیکولو پر مهال په کابل کي وويل چي، افغان حکومت د امنيتي ځواکونو په ليکو کي د کوچنيانو د استخدام د مخنيوي په موخه د څو تنو وزيرانو يوه کمېټه جوړه کړې.

« دغه کمېټه تر دوامداره غونډو وروسته تصويب سوه، او دوی به د يو کال په ترځ کي خپلي ټولو هلي ځلي وکړي تر څو د افغانستان د امنيتي ځواکونو په لیکو کي د کوچنيانو د استخدام مخنيوی وکړي او منع يې کړي.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل چي اوس هلي ځلي رواني دي تر څو په امنيتي ځواکونو کي د کوچنيانو د استخدام په اړه يې، هيواد د ملگرو ملتونو د تور ليست څخه و ايستل سي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستيفن ديميستورا د توافقنامې د لاسليکو پر مهال وويل چي، افغان ماشومان په مختلفو دلايلو سره زورول او زورزياتی ورسره کيږي.

« موږ ټول په دې پوهيږو او متاسفانه موږ يې ټول هره ورځ وينو چي په تيرو درو کلونو کي ماشومان رنځ وړي. هغوی د وسله والو نښتو ښکار دي او د نورو مسايلو څخه رنځ وړي. اوس هغه وخت رارسېدلی چي موږ تاسو ټول دغه وضعيت ته تغير ورکړو.»

که ديوې خوا په دغه راپور کي ويل کيږي چي په افغانستان کي د کوچنيانو څخه په ځانمرگي بريدونو او د سړک د غاړي په ماين ښخولو کي کار اخستل کیږي. نو د بلي خوا دا هم ويل کيږي چي، ماشومان د افغانستان د ملي امنيت لخوا هم نيول کيږي او هم د نړیوالو ځواکونو په زندانونو کي ساتل کیږي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پوليسو په ليکو کي د کوچنيانو د استخدامولو موضوع رد کړې او ويلي يې دي چي د پوليسو د استخدام دپاره ټول قوانين او مقرات په پام کي نيول سوي.

د هغه وزارت وياند زمري بشري د يکشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کي وويل:« د پوليسو په ليکو کي هيڅ داسي ځوان نه نيول کیږي چي عمر يې تر ۱۸ کلني کښته وي.»

د ملګرو ملتونو د راپور له مخه د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۰ کاله پوري په جګړو او زورزياتيو کښي شاوخوا ۱۷۰۰ ماشومان وژل سوي دي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل