1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امنيت شورا کي د سرائيلو د کورجوړولو پر پلان نيوکي وسوې

۱۳۹۱ آذر ۳۰, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/1767x

د ملګروملتو عمومي منشي بان کي مون او د امنيت شورا تقریباً ټولو غړو په فلسطيني سیمه کښي د يهودي ناقلينو له پاره د کورونو د جوړولو پر نوي پلان باندي سخت انتقادونه وکړل او د هغه ژر تر ژره بندیدل یې وغوښتل. د امريکا متحده ايالاتو ماسیوا د شورا ټولو غړو، د هغې جملې څخه جرمني هم د اسرائيلو د کورونو جوړولو سیاست وغانده. دوی خبرداری ورکړ، چی دا کار د دوو دولتو د حل موضوع ته تاوان رسوي. بان پر اسرائيلو باندي ږغ وکړ، چي دغه لار نوره تعقیب نه کړي، ځکه چي هغه د خبرو اترو د بیرته شروع کیدو او سوله يیزي راتلونکي چانسونه له منځه وړي. د دې دمخه اسرائيلو په فلسطيني خاوره، د لويديز اردن په سيمه کښي د۱۰۰۰ نوو کورو د جوړولو اجازه ورکړې وه. سربیره پر دې د بيت المقدس د پلان جوړولو محلي کمېټې د دغه ښار په ختيځ کي د جفعات هماتوس په ناحیه کښي د ۲۶۰۰ نوو کورو له جوړولو سره خپله موافقه ښوولې وه.