1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امنیت شورا کي د ایران د اتومي پروګرام په اړه خبري کيږي

۱۳۹۱ شهریور ۲۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16BUL

د ایران د شخړه ييز اتومي پروګرام په هکله تر خبرو اترو وروسته اوس د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو مسئوله کاترین اشتون په همدغه اوونۍ کي غواړي چي د ملګرو ملتو په امنیت شورا کي په دې هکله رایه ګیري وکړي. امنيت شورا ويلي دي، اشتون غواړي په نیویارک کي د المان، فرانسې، بریتانیا، روسیې او امریکا د بهرنيو چارو له وزیرانو سره وګوري. همدارنګه اشتون دمخه تر دې په استانبول کي د ایران د اټومي پروګرام له مشر سعید جلیلي سره هم کتلي وه. خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکول سوي. ویل کیږي چي کاترین اشتون په دې ډول غواړي له ایران سره د اعتماد او باور یوه فضا رامنځته کړي. غربي نړۍ پر ایران باندي تور لگولی دئ، چي په پټه اټومي وسلې جوړوي، خو ایران دغه تورونه ردوي او وايي، چي اټومي پروگرام ئې سوله ييز دئ.