په انجيل ولسوالۍ کي دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړي سوې
۱۳۸۹ دی ۲۹, چهارشنبهد دغه دوو ښونځيو ودانۍ چي يوه يي د انجيل والسوالۍ په کپره او بله يي د نقره نومي کلو کي وداني سوي دي. د هرات د معارف رياست وياند استاد کامران تقوي دويچه ويله ته وويل:
« د هرښونځي لپاره يو يو جريب ځمکه د سيمي د معارف دوسته خلکو له خوا ورکړل سوې وه. چي هر يوه ودانۍ يي په ۴ سوه مترمربع کي د ۱۲۰زره امر ياکايي ډالرو په لګښت د ۶مياشتو په اوږدو کي جوړي سوي.»
ښوونځي د هرات ولايت د يونسف د روزنيزي موسيسي په مالي مرسته جوړ او کټي اخستني ته وسپارل سول.»
اوس مهال هرات کي د ژمي د يخ موسم له امله ښونځي رخصت دي. د زده کونکو والدينو اوسيمه ايزو خلکو د ښووني د رياست د کارونو څخه ډيره خوښي ښودله.
او له تيرو په شکايت يي وويل ماشومانو يي پخوا په ازاده فضآ کي پرته له ودانيو زده کړي کولې د زده کړي لپاره د مناسب ځای اوښه وداني د زده کونکو د زده کړي په روح او روان مثبته اغيزي لري.
ځکه نو د دغه اصل په پام کي نيولو سره به د دوی د سيمي ماشومان ښه روزنه ترلاسه کړي او غوره راتلونکي به ولري.
د هرات د معارف رياست د مامورينو په وينا دا چي د ټول ولايت په کچه يې نژدې۷ نيم سوه زره زده کونکي سته. نيمايي يي زده کړي د مناسب ځاي او د ښونځي ودانۍ لري او نور ټول يي په خړ ميدان يا کرايي کورونو يا هم خيمو کي زده کړي کوي.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل