1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندراگاندي روغتون کې څه تیریږي؟

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه

د اندراگاندي د ماشومانو د روغتون یو شمیر مراجعین وایي چې د روغتون یو شمیر کارکوونکي د پیسو او یا واسطې په بدل کې د ناروغانو پالنه کوي. په همدې حال کې د دې روغتون چارواکي وایي چې د ستونزې د حل له پاره ئې کار پیل کړی دئ.

https://p.dw.com/p/16LXU
انځور: AP

یادښت: انځور د اندراگاندي د روغتون نه دئ.

د اندراگاندي د ماشومانو روغتون د عامې روغتیا په وزارت پورې تړاو لري او له وزارت سره په څو مترۍ کې پروت دئ. په دې روغتون کې ډیری ناروغان شکایت کوي چې نه له دوی او نه ئې هم له پایوازانو سره سم چلند کیږي. هغوی زیاتوي چې دارو درمل ورته په وخت نه رسیږي او په یوه کټ کې د یوه ماشوم پر ځای څو تنه ماشومان چې په بیلا بیلو ناروغیو اخته وي پراته دي.

محمد الله چې دې روغتون ته ئې خپل ناروغه ماشوم د درملنې له پاره راوستی دئ او له دوه ورځو راهیسې ئې زوی دلته بستر دئ دویچه ویله ته وویل چې هر څه په واسطه او پیسو پورې تړلي دي. هغه زیاته کړه: «یا به واسطه لرې او یا به پیسې، بیا دي کار کیږي. که نه وي څوک دې په قصه کې هم نه دي.»

د اندراگاندي د ماشومانو روغتون د افغانستان په کچه د کوچنیانو له پاره یوازینی لوی او د حکومت په وینا له عصري روغتون شمیرل کیږي چې په کې ان د ځینو لیرې پرتو ولایتونو لکه کندهار، فراه او بدخشان ناروغان هم بستري دي.

نادر هم یو له هغو کسانو څخه دئ چې ماشوم ئې په دې روغتون کې بستري دئ. هغه وایي: «زه د روغتون له پرسونل څخه شکایت لرم. البته له ملازمینو څخه. کله چې پیسې ورکړي ناروغ ته دې د اړتیا وړ شیان راوړي که ئې ور نه کړي حتی د روغتون درمل هم ورته نه راوړي.»

د اندراگاندي د ماشومانو له روغتون سره د دارو درملو او طبي وسایلو په برخه کې د هندوستان هیواد نزدې همکاري لري. د یاد روغتون یوې روغتیاپالې د نوم د نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل چې دې روغتون ته په بیلابیلو ناروغیو اخته کسان راوړل کیږي او د ځای د نه شتون له کبله ان په دهلیزونو کې ناروغان پراته وي.

د روغتون دغې کارکوونکې وویل چې په بیلابیلو ناروغیو اخته ماشومان ډیر وخت په یوه خونه کې ساتل کیږي. هغې زیاته کړه:

«دلته هر رقم مریضان راځي. دلته چې په بستر کې پراته دي، د دې ناروغ فشار لوړ دئ. دا ناروغ په اسهال او استفراق اخته دئ. هغه ناروغ نمونیا لري، او هغه بل ماشوم د شکرې په ناروغۍ اخته دئ.»

د دې روغتون چارواکي د ستونزو شتون مني خو وایي چې د اصلاح له پاره ئې کار جریان لري. د اندراگاندي روغتون یوې ډاکترې چې د موضوع د حساسیت له کبله ئې خپل نوم بربنډ نه کړ وویل چې دوی یوه ثانیه هم د خلکو له خدمت څخه نه دي ستومانه شوي او څلورویشت ساعته ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندي کوي:

«زموږ پرسونل په څلورویشت ساعته ډول د خلکو په خدمت کې دئ. یوه شیبه هم نه دي په کرار شوي. دا نه ردوو چې زموږ ځینو مامورینو به له پایوازانو او یا ناروغانو سره سم چلند نه وي کړی لیکن د اصلاح له پاره ئې موږ کار پیل کړی او هغه دوام لري.»

که څه هم د روغیتا په برخه کې په وروستیو کې ډیرې پېسې لگیدلي دي خو بیا هم وخت نا وخت په افغانستان کې د روغتونونو د وضعیت په اړه شکایتونه پورته کیږي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش