1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په اندونيزيا کي زلزلې بيا انسانان وژلي

۱۳۹۵ آذر ۱۷, چهارشنبه

د اندونيزيا په اچه ولايت کي زلزلې سخته مرگ ژوبله رسولې ده. د تازه راپورونو له مخي تر اوسه پوري ۵۰ کسان وژل سوي او ډېر نور تر نړېدلو ودانيو لاندي دي.

https://p.dw.com/p/2TsMt
Indonesien Erdbeben Sumatra Banda Aceh
انځور: Getty Images/AFP/Z. Muttaqien

له اندونيزيا څخه راپورونه وايي چي د دغه هيواد په اچه ولايت کي د زلزلې په پايله کي تر اوسه پوري ۵۴ انسانان وژل سوي او په سونو نور ټپيان سوي دي.

د دغه هيواد د مدني دفاع ټولنو ويلي دي چي د وژل سوو کسانو شمېر کيدای سي زيات سي، ځکه تر نړېدلو ودانيو ډېر خلک لاندي دي او د ژغورني چاري ئې پيل سوي دي.

د زلزلې مرکز د سوماترا ټاپو، پيدي جايا سيمه ښوول سوی دئ. دغه زلزله چي د رسشتر په کچه ۶،۵ اټکل سوې ده د سهار د لمانځه پرمهال سوې ده.

د زلزلې پيژندني ادارې د معلوماتو له مخي دغه زلزله په ټول اچه ولايت کي احساس سوې ده. د راپورونو له مخي هغه اوسېدونکي چي ساحلونو ته نژدې ژوند کوي تر زلزلې وروسته د سمندر د لوړو څپو د راتگ له ويري له کورونو وتلي دي. خو اوسېدونکو ته د سونامي د راتلو خبر نه دی ورکړل سوی.

په ۲۰۰۴م کال کي تر يوې زلزلې وروسته په دغه سيمه کي د سونامي يا سمندر اوبو د لوړو څپو د راتگ له کبله سخته ويجاړي رامنځ ته سوه.

ويل کيږي چي روغتياپالان سيمي ته د خلکو مرستي ته درسېدلي دي. خلک سخت ويرېدلي، خپلو کورونو ته نه ننوځي او په کوڅو کي گرځي.

په اندونيزيا کي هر وخت د زلزلې ويره سته. ۱۲کاله دمخه په دغه هيواد کي د سمندر په منځ کي تر زلزلې وروسته سونامي نژدې ۱۷۰۰۰۰ انسانان ووژل.

نور مطالب: