1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونیزیا کې زلزله رامنځ ته شوې ده

۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعه
https://p.dw.com/p/168pL

د متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې ادارې خبر ورکړی دئ چې نن د اندونیزیا د سوماترا، جزیره یوې زلزلې لړزولې ده. زیاته شوې ده چې په عاجله توگه د مرگ ژوبلې په اړه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم د یوې څونامي د راتگ خبرداری ورکړل شوی دئ. د نوموړې ادارې په وینا د ریشتر پر مقیاس د دغې زلزلې شدت ۶،۳ درجې ثبت شوی دئ. خو د اندونیزیا د هوا او اقلیم پیژندنو ادارو د دغې درجې شدت ۶،۱ ښودلی دئ. د نوموړې ادارې یو مامور د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې لا تر اوسه د رامنځ ته شوي زیان په اړه کومه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.