1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انقره کي د جرمني سفارت وتړل سو

۱۳۹۴ اسفند ۲۷, پنجشنبه

جرمني د «تروريستي گواښ» له کبله د ترکيې په پلازمېنه انقره کي خپل سفارت وتاړه. په استانبول کي هم د جرمني کونسلگري او يو ښوونځی تړل سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1IEYW
په انقره کي د جرمني سفارت
انځور: picture-alliance/dpa/B.Wüstneck

په انقره کي د جرمني سفارت تر تړلو دمخه، په استانبول کي د جرمني کونسلگرۍ د يوه احتمالي بريد په اړه خبر تر لاسه کړ. په دې ترڅ کي په استانبول کي د جرمني يو ښوونځی او کونسلگري وتړل سول.

په استانبول کي د جرمني کونسلگرۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي په استانبول کي تقسيم ميدان ته څېرمه د کونسلگرۍ په انگړ کي دي له گرځېدو راگرځېدو ډډه وسي. د دغي پريکړي دليل احتياطي گامونه ښوول سوی او ويل سوي دي چي د تيرو ورځو په شان گواښوونکي وضعيت کي بدلون نه دی راغلی. په دغه اعلاميه کي ويل سوي دي: «د مهربانۍ له مخي د کونسلگرۍ سيمي ته له ورتگه ډډه وکړئ.»

په انقره کي د جرمني سفارت تر دې دمخه د سه شنبې په ورځ برلين ته د يوه احتمالي يرغل په اړه اطلاع ورکړې وه.

په انقره او استانبول کي دغه خبرداری د ترکيې په پلازمېنه کي تر يوې خونړۍ چاودني څو ورځي وروسته ورکول کيږي. په دغه چاودنه کي ۳۷ انسانان ووژل سول. د دغه بريد ډېر قربانيان د ښوونځيو زده کوونکي ول.

د روان کال په جنوري مياشت کي په استانبول کي يوه ځانمرگي بريد ۱۲ جرمنيان ووژل. د دغه يرغل مسئولت پر داعش اچول سوی.

په انقره کي د يکشنبې ورځي د يرغل مسئولت د «کردستان آزادو بازانو» ډلي منلی دئ. داسي انگېرل کيږي چي دغه ډله دي د کردستان د کارگرانو گوند (پي کي کي) سره تړاو ولري.

دغي ډلي ويلي دي چي په دې يرغل سره ئې د ترکيې په سويل ختيځ کي پر کردانو باندي د ترکي عسکرو د عمليات غچ اخيستی دئ.