1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوتاوا کي د جي 8 هيوادونو په غونډه کي د افغانستان او سيمي په اړه خبري

۱۳۸۹ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

د جي اته سازمان د هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې په اوږدو پرتو په سرحدي سيمو کې د اقتصادي مرستو يو پروګرام هم منظور کړی دی...

https://p.dw.com/p/MhW2
د امريکا او کاناډا د بهرنيو چارو وزيران
د امريکا او کاناډا د بهرنيو چارو وزيرانانځور: AP

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرګي لاوروف پرون له کاناډا، د امريکې له متحدو آيالتونو، آلمان، ايټاليې، فرانسې، لويې برتانيې او جاپان څخه راغلي د ده سيالان هم د ماښام د ډوډۍ پر مهال په مسکو کې د تروريستي بريدونو په هکله خبر کړل.

د مسکو په مېترو کې د ګڼ شمېر مړو په هکله خبرونه په اوتاوا کې د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه هم اغېزمنه کړه چې په اصل کې ورپورې ښې هيلې تړلې وې. تېره جمعه، د امريکې د متحدو آيالتونو او د روسيې ولسمشرانو د بې وسلې کولو پر يو نوي تړون باندې موافقه کړې وه.

په راتلونکو کالونو کې به د دغو دواړو هېوادونو يو په درې اتومي وسلې کميږي. يو کال وروسته له دې چې بارک اوباما د اتومي وسلو څخه د يوې پاکې نړۍ تصور وړاندې کړی و، تر ټولو ستر اتومي طاقتونه يو لوی ګام يو بل ته نژدې شوي دي.

«خوځښت راغلی دی چې ورڅخه ګټه اخيستل غواړو د دې لپاره چې د بې وسلې کولو يوه لسيزه ولرو، نه دا چې د وسلو د زياتوالي يوه لسيزه ولرو»

دغه څرګندونې ګيدو ويستروېله، د آلمان د بهرنيو چارو وزير پرون په کاناډا کې وکړې.

خو د تروريستي بريدونو څخه پرته به ښايي د بهرنيو چارو وزيرانو هم ډېر ستونزمن مسايل په مخ کې لرلي وای. له يوې خوا دا وېره موجوده ده چې نړيوال تروريستان به يو وخت اتومي وسلې تر لاسه کوي. او دا چې د اتومي وسلو لرونکو هېوادونو شمېر به کميږي نه، بلکې زياتيږي به حتی، سره له دې چې پخواني اتومي طاقتونه غواړي چې وسلې کمې کي. دا په دې معنا ده چې اتومي ګواښ به ښايي په راتلونکو کالونو کې د دې پر ځای چې کم شي حتی زياتيږي.

«که موږ پام ونه کړو، نو لس کاله وروسته به کېدای شي دوه برابره ډېرې اتومي وسلې ولرو. بيا به د دې خطر هم ډېر وي، چې اتومي وسلې د تروريستانو لاسونو ته ورولويږي.»

تر ټولو زياتې اندېښنې د ايران له لوري راټوکېدلې دي. د ايران اتومي پروګرام بې درېغه پر مخ روان دی او په رشتيا سره د ايران مشرتابه اوس خپلې خبرې عملي کوي چې له اونيو راهيسې په ايران کې وار په وار ډېر يورانيوم بډای کيږي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنيت جرګه ګۍ له ډېرې مودې راهيسې غوښتنه کوي چې ايران دې خپل اتومي پروګرام ودروي، خو تهران په دغه خبره سر نه ګروي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هم په ډېر ټينګار سره د ايران په وړاندې نوي بنديزونه غواړي.

«موږ تر اوسه پورې ايران ته لاس غځولی دی، ځکه چې خبرې اترې او سمې نتيجې غواړو. خو که ايران داسې شفافيت ونه مني او همکاري راسره ونه کړي او د اتومي وسلو پر جوړولو باندې کار ته دوام ورکړي، نو بنديزونه به هم پسې پراخ شي»

د يو نوي خبر له مخې د جي اته سازمان د هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې په اوږدو پرتو په سرحدي سيمو کې د اقتصادي مرستو يو پروګرام هم منظور کړی دی. د کاناډا د بهرنيو چارو وزير لاورنس کانن د اووه پرمختللو صنعتي هېوادونو او روسيې د مشرو دپلوماتانو د غونډې پر مهال وويل چې »په دغه سيمه کې ثبات د نړۍ د امنيت لپاره تعيينونکی ارزښت لري.« د پانګونو د لارې به په دغو غريبو سيمو کې زېربنا جوړه او اقتصاد هم پياوړی شي.

دغه پلان د کانن په وينا د افغانستان او پاکستان د حکومتونو، د نړيوال بانک او د آسيا د پرمختيايي بانک په همکارۍ رامنځته شوی دی.

Götschenberg, Michael/ محمد نسيم صابر

کتونکی. زيارمل