1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوسلو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لیدنه کتنه

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۴ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

د ناروې دیپلوماتان اوس دا مني چې پلازمېني اوسلو ته د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي د یوي غوندې له پاره ورغلي دي. هغوی د «اوسلو د فوروم » په نوم د نړیوالو دیپلوماتانو په یوه دوه ورځنۍ غونده کې گډون کوي.

https://p.dw.com/p/1Fhu0
انځور: Fotolia/nanisimova

یوه ورځ وروسته له هغه چې د افغانستان د بهرنیو چار وزارت اعلان وکړ چې د حکومت په استازیتوب یو پلاوي اوسلو ته تللی او د طالبانو له استازو سره ښايي وویني، په ناروې کې هم چارواکو وویل چې د افغانستان د حکومت او د «اپوزيسیون» استازي په دغه هیواد کې د دیپلوماتانو په یوه کنفرانس کې گډون کوي.

د دغه کنفرانس چې د «اوسلو فوروم» نوميږي، کوربه يې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر، بورگ بریند دی.

د ناروې خبري آژانس (NTB) د بهرنیو چارو د وزير بریند، له خولې راپور ورکړی دی چې «د اوسلو فوروم د نړۍ د نزدې ۱۰۰ تنو مرکچیانو د لیدني کتني له پاره یو مهم ځای دی، او دا غیر طبیعي نه ده چې د افغانستان د مختلفو ډلو استازي په هغه کې گډون کوي.»

اوسلو ته د افغان حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی، د اجرائيه رئيس دوهم مرستيال محمد محقيق، يونس قانوني، د سوداگرۍ پخوانی وزير يونس قانوني، د ښځو چارو پخوانۍ وزيره حسن بانو غضنفر او د سولي د عالي شورا غړی فرهادالله فرهاد تللي دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دا اوس په افغان چارواکو او طالبانو پوري اړه لري چې د دغو خبرو د حدودو په هکله او دغه راز د خپلو احتمالي لیدنو کتنو په هکله تبصرې وکړي.

د اوسلو فورم د سه شنبې د ورځې په غونډه کې د کولمبیا ولسمشر خوان مانویل سانتوز، هم گډون کړی دی. ناروې له اوږدې مودې راهيسي هڅه کوي چې د کولمبیا د حکومت او کیڼ اړخي ډلي «FARC» د یاغیانو ترمنځ د سولي د خبرو اترو چي وخت په وخت په کیوبا کې دایریږي، منځگړیتوب وکړي.

د افغانستان د حکومت یوه ویاند، له امریکايي تلویزیوني شبکې NBC سره په خبرو کې وویل چې په اوسلو کې د افغان حکومت د پلاوي مشرتوب د اجرائیه چارو د دوهم مرستیال محمد محقق پر غاړه دی.

د افغانستان د سولي د عالي شورا یوه ویاند وویل چې دوی له طالبانو سره د داسي «لیدنو کتنو ملاتړ» نه کوي. اسمعیل قاسمیار وویل: «د شورا ځیني غړي ښايي دغي غونډي ته په شخصی توگه ور بلل شوي وي، خو په رسمي توگه څوک د شورا استازیتوب نه کوي.»

تر دې دمخه د جون میاشتې په پیل کې د افغانستان د پارلمان دوو ښځینه استازو هم په اوسلو کې د طالبانو له استازو سره لیدلي ول. ویل شوي دي چې هغوی د ښځو د حقونو د خوندي ساتنې په هکله طالبانو ته خپل دریځ روښانه کړی دی.

ولسشمر محمد اشرف غني د خپل حکومت له پیل راهيسي هڅه کوي چې گاوڼدي هیوادونه، لکه پاکستان او چین په مینځگړیتوب طالبان د سولي خبرو اترو ته راوبلي. خو د افغان حکومت هڅو تر اوسه پوري کومه نتیجه نه ده ورکړی. طالبانو تر اوسه پوري له افغان حکومت سره له هر ډول رسيمي خبرو اترو څخه مخ اړولی دی.