1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوښکو ـ سوېډن د مهاجرت قانون سخت کړ

شټراوخلر ناستازيا / احمدولي اڅکزی۱۳۹۴ آذر ۴, چهارشنبه

د سوېډن حکومت د پناه غوښتنې قوانين سخت کړل، خو وايي دغه کار يې په افسوس کړی دی. د دغه هيواد ښې اړخي ډلې په دغه پرېکړه خوشاله دي.

https://p.dw.com/p/1HCIB
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

په سوېډن هيواد کي د سوسيال ډيموکراټ او زرغون ګوند ائتلافي حکومت دی. په داسي حال کي چي د دغه هيواد ښې اړخي ګوندونه د زیات وخت راهيسي د پناه غوښتنې د قانون د سختولو غوښتنه درلوده، سوسيال ډيموکراټ او زرغون ګوندونو هميشه د کډوالو د پلويتوب سياست چلولی دی.

په دغه هيواد کي د ائتلافي حکومت مشري د سوسيال ډيموکراټ ګوند د سياستوال او لومړي وزير شټېفان ليوفن په غاړه ده. ليوفن په يوه اوږده بيانيه کي د پناه غوښتني په تړاو د خپل حکومت نوې تګلاره تشريح کړه. د نوموړي مرستياله او د رزغون ګوند سياستوال آسا رومسون هم د هغه تر څنګ ولاړ وه.

د اوښکو ډکي سترګي

د لومړي وزير مرستياله رومسون د خپلي وينا پر وخت د حکومت پر دغو نوؤ پرېکړو ډېره خواښينې معلومېدله. حال دا چي دغه سياستواله په خپله د ائتلافي حکومت غړې ده. آسا رومسون وويل: « زه په تېره اونۍ کي دې نتيجې ته ورسېدم چي په ناحيو کي د خپلو زرغون ګوندي ملګرو سره د مرستي دغه تر ټوله ښه لاره ده... چي په حقيقت کي يو څه وسي.»

آسا رومسون د خپلي وينا پر وخت ونه کولای سوای چي نوره خپله خواښيني او د سترګو اوښکي پټي کړي او د وينا له دريځ څخه په ژړا پر شا سوه. هغې د ډيرو بېرونکو پرېکړو او د هغه انسانانو له پاره د لوی بحران خبره وکړه چي و اروپا ته د امنيت په تلاښ مخه کوي. هغې وويل: «زه په دې نظر يم چي دغه به د سوېډن او اروپا له پاره د تکان يوه څپه وي. زه ډېره زياته هيله لرم چي په داسي يو وخت کي اروپا دا وس پيدا کړي چي په ګډه سره کار وکړي.»

سوېډن د پناه غوښتونکو په وړاندي خپلې مهربانه څهرې ته تغير ورکړ. دغه هيواد تر مخه د کډوالۍ او پناه غوښتنې په موضوع کي د اروپا تر ټولو آزاد قانون درلود. خو دغه قانون د تاريخ برخه وګرځېده او په سوېډن کي د پناه غوښتونکو په وړاندي قوانينو تغير وخوړ.پيمانه ډکه سوې ده

لومړي وزير شټېفان ليوفن وويل چي سوېډن پيمانه نوره ډکه سوې ده. د هغه په وينا دغه هيواد چي نه نيم مليونه نفوس لري، تر مخه لا ډېر څه کړي دي. هغه وويل: «سوېډن يو کوچنی هيواد دی چي تر اوسه يې ډېر زيات فعاليت کړی دی. د سوېډن ولس د پخوا په څېر اوس هم د زيات پيوستون اظهار کوي. دا د پناه غوښتونکو له پاره د عصري تاريخ تر ټولو لوی پيوستون دی.»

و شمال ته په تيرو دوو مياشتو کي ۸۰ زره پناه غوښتونکي رسېدلي دي. سوېډن په سويل کي پر خپلو پولو کنټرول زیات کړی دی چي له کبله يې د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر يو څه کم سوی دی. خو اوس هم هره ورځ دغه هيواد ته د نوو پناه غوښتونکو ورتګ ادامه لري.

د سوېډن د بيلو برخو څخه د هغو مامورينو او مرستندويانو ږغونه پورته سوي دي چي نور کارونه د دوی تر وس وتلي دي او دوی د پناه غوښتونکو په کارونو پسي نه رسيږي. هغوی وايي: «موږ نور نه سو کولای، موږ نور ځای نه لرو.»

نور پناه غوښتونکي دي نورو هيوادونو ته ولاړ سي

لومړي وزير شټېفان ليوفن په خپل هيواد کي د پناه غوښتونکو د شمېر د زياتوالي له کبله د دغه هيواد ادارو ته د ورپيښو لانجو په تړاو وويل: «دا يو نه درېدونکی حالت دی. د هغو انسانانو له پاره چي د پناه په تلاښ کي دي، د کارمندانو له پاره او د ټولو هغو انسانانو له پاره چي د ټولني د فعاليتونو دنده په غاړه لري. که په لنډه توګه ووايو: نور پناه غوښتونکي دي په نورو هيوادونو کي پناه ولټوي.»

ليوفن زياته کړه چي دا خبره د ده زړه ډېر ازاروي او خوږوي چي سوېډن به د دې وروسته نور هومره مهاجر ونه منلای سي لکه چي منل چي يې.

ګڼ شمېر پناه غوښتونکي له نورو هيوادونو لکه ډنمارک تيريږي او سوېدن ته داخيليږي.
ګڼ شمېر پناه غوښتونکي له نورو هيوادونو لکه ډنمارک تيريږي او سوېدن ته داخيليږي.انځور: Reuters/Scanpix/B. Lindhardt