1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي تر ټولپوښتني دمخه زورزياتی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۰, شنبه

د اوکراين په ختيځ کي بيا هم انسانان وژل کيږي. په اصطلاح د بېلتون غوښتونکو تر ټولپوښتني لږ دمخه هيڅ اميدواري نسته چي په دغه سيمه کي دي کړکېچ پای ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/1BxVD
انځور: picture-alliance/dpa

د اوکراين په ختيځ کي نوو خونړيو پيښو چي ډېر انسانان پکښي وژل سوي دي د بېلتون موضوع نوره هم گرمه کړې ده. په پلان کي ده چي له اوکراين څخه د دغه هيواد د ختيځ د جلا کېدو له پاره به د يکشنبې په ورځ يوه ټولپوښتنه ترسره سي.

د ځايي چارواکو په حواله په «ماريوپول» ښار کي د وسله والو نښتو پرمهال ۷ تنه وژل سوي دي او نزدې ۵۰ کسان نور ټپيان سوي دي. په لومړي سر کي حتی د ۲۰ تنو د وژل کېدو خبره کېده.

د اوکراين پوځ د دغه هيواد په ختيځ کي پر ماريوپول ښار باندي چي نزدې پنځه سوه زره وگړي پکښي اوسيږي په زغره والو ټانکو سره هجوم ور وړی دی. ماريوپول، چي په دې وروستيو ورځو کي د خونړيو جگړو ډگر گرځېدلی وو د روسي پلوه جنگياليو له خوا د «خلق جمهوريت» په نوم اعلان سوی دی.

پر سلاويانسک او دنيڅک باندي رقابت

روسي پلوه جنگيالي د اوکراين په غني صنعتي ختيځ کي د ډيرو ښارونو حکومتي ودانۍ په خپل کنترول کي لري. د رسنيو د راپورونو له مخي په دنيڅک کي هم نښتي سوي دي. ويل کيږي چي په دغه ښار کي بېلتون غوښتونکو د سره صلب اووه تنه کارکوونکی چي يو اطريشی هم پکښې شامل وو تر يوې شپې يرغمل نيولو وروسته آزاد کړي دي.

د اوکراين په ختيځ کي بېلتون غوښتونکي د پوتين له هغه وړانديز سره سره چي ټولپوښتنه دي وځنډيږي پر دې باندي ټينگ ولاړ دي چي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۱) باندي د اوکراين څخه د بېلتون په اړه ټولپوښتنه ترسره کړي.

د کيف وړانديز

د دې له پاره چي ټولپوښتنه تر سره نه سي د کيف لوېديځ پلوه انتقالي حکومت روسي پلوه بېلتون غوښتونکي سياسي خبرو اترو ته رابللي دي. د اوکراين د انتقالي حکومت جمهور رئيس الکساندر تورچينوف ويلي دي: «موږ د دونباس يا صنعتي سيمي ږغ واوريد او تيار يو چي د خبرو اترو مېز ته ور سره کښېنو.»

خو هغه زياته کړې ده: «له ترهگرو سره به چي دنده يې د دغه هيواد سره پاشل دي په هيڅ حالت کي خبري نه وسي.»