1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي د بنديانو تبادله

ape, dpa, afp, rtr۱۳۹۳ اسفند ۳, یکشنبه

د مينسک له تړون سره سره بيا هم د اوکراين په ختيځ کي وضعيت کړکېچن پاته دئ. خو د دغه هيواد حکومتي چارواکو او بېلتون غوښتونکي د تړون يوه مهمه برخه چي هغه د بنديانو تبادله ده پوره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Efdz
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Vadim Ghirda

اوکرايني ځواکونو او د دغه هيواد په ختيځ کي روسيه پلوه بېلتون غوښتونکو د شنبې ورځي په ماښام د بنديانو د تبادلې ژمنه پرځای کړې ده. تيره شپه د اوکراين په ختيځ لوگانسک ښار کي بنديان تبادله سوي دي.

تر دې دمخه په کيف کي د بنديانو د نومونو ليستونه سره ورکړل سوي ول. بېلتون غوښتونکو ويلي دي چي دوی د خپلو ۵۲ جنگياليو په بدل کي ۱۳۹ اوکرايني عسکر آزاد کړي دي. د اوکراين جمهور رئيس پيترو پوروشينکو دغه شمېر تائيد کړی دئ.

نزدې يوه اوونۍ دمخه اوکرايني چارواکو او د دغه هيواد په ختيځ کي روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي تر اوږدو خبرو اترو وروسته د سولي يوه طرحه ومنله.

په دغه ترطرحه کي پر اوربند سربيره، له جنگي سيمي څخه د درنو وسلو ايستل، د يوې حايل سيمي رامنځ ته کول او د بنديانو پر تبادلې باندي هوکړه وسوه.

د اوربند ماتولو تورونه

د اوکراين په ختيځ کي د بنديانو د تبادلې سره سره دواړه اړخونه يو پر بل باندي د اوربند ماتولو تورونه لگوي. د بېلتون غوښتونکو وياند ايدوارد باسورين ويلي دي چي په دنيڅک کي حکومتي ځواکونو د دوی پر پوستو باندي فيرونه کړي دي. خو کيف دغه تورونه نه مني.

د اوکراين د پوځ وياند ويلي دي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ئې نزدې ۴۰ تنه عسکر ټپيان سوي دي او ځواکونو ئې يوازي «لمسونکو» کړونو ته جواب ويلی دئ.

روسيې ته د نوو بنديزونو گواښ

د اوکراين په ختيځ کي د جگړې زياتېدو ته په کتو سره د امریکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري له خپل بريتانوي سيال سره په ملاقات کي پر روسيې باندي د سختو بنديزونو خبره کړې ده.

هغه له فيليپ هاموند سره په ملاقات کي ويلي دي چي د مينسک تړون په برخه کي په دې وروستيو ورځو کي د روسيې کړه وړه «دمنلو نه دي».

هغه ويلي دي چي روسيه د هغه څه پر وړاندي چي نړيواله ټولنه ئې له دوهم نړيوال جنک وروسته د په لاس راوړلو تلاښ کوي، خلاف کړه وړه کوي.

کيري وويل، امريکا متحد ايالات په دې ښه پوهيږي چي روسيه د اوکراين په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. هغه زياته کړه: «موږ اوس د نورو بنديزونو په اړه خبري کوو.»

کيري وويل چي امریکا به د يوه ملت د ملي حاکميت پر وړاندي دغه ناځوانه عمل ته بې ځوابه پاته نه سي «او زه ډاډه يم چي بريتانيا، امريکا متحد ايالات او نور دې ته تيار دي چي پر وړاندي ئې ودريږي».

کيري په لندن کي له خپل بريتانوي سيال هاموند سره
کيري په لندن کي له خپل بريتانوي سيال هاموند سرهانځور: Reuters/A.Cowie