1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي د لنين مجسمه ړنګه سوه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۸, دوشنبه

د اوکراين په پراخو لاريونونو کي د لنين يوه مجسمه رنګه سوې او پرځای يې د اروپايي ټولني بيرغ پورته سوی دی. پدغه هيواد کي له څو ورځو راهيسي د روسيه پلوي جمهور رئيس ويکتور يانوکوويچ پرضد لاريونونه روان دي.

https://p.dw.com/p/1AVGr
انځور: picture-alliance/dpa

د شنبې او يکشنبې په ورځ د اوکراين په پلازمېنه کيف کي د روسيې د طرفدار جمهور رئيس ويکتور يانوکوويچ پر ضد په سوونو زرو انسانانو لاريونونه وکړل. په دغه لارينونونو کي د روسيې د انقلاب د رهبر ولاديمير ايليچ لنين يوه درې نيم متره مجسمه هم ړنگه کړل سوې ده.

د پوليسو يوه وياند ويلي دي، چي څو تنه په نقابونو کي راغلي او د انقلاب دغه يادګاري څلی يې په کيبلونو سره ړنګ کړی دی. د لنين دغه مجسمه د استقلال د ميدان په نزدې يوه کيلومترۍ کي ولاړه وه.

د اوکراين د لومړي وزير ميکولای ازاروف يوه وياند د مخالفينو پر دغي کړني باندي سختي نيوکي کړي دي. خو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

عدلي چارواکي تحقيق کوي

د کيف په استقلال ميدان کي د مخالفينو د يوه مشر او د بوکس د نړيوال اتل ويتالي کليتچکو له خوا د يکشنبې په ورځ د ميليوني مظاهرې ږغ سوی وو. د راپورونو له مخي په دغو اعتراضونو کي نزدې ۳۰۰۰۰۰ کسانو برخه اخيستې وه. کليتچکو د مظاهرې برخه والو ته وويل: «زه ډاډه يم چي اوسنی حکومت به په سوله ييزه توګه ړنګ کړو.»

له بلي خوا عدلي چارواکي پلټني کوي چي کوم څوک خو به د کودتا په تلاښ نه وي. که دا روښانه سوه چي يو څوک د کودتا کوښښ کوي له پنځو څخه به تر لسو کلونو پوري په بند محکوم سي.

اروپا غواړي منځکړی توب وکړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د اوکراين له جمهور رئيس ويکتور يانو کوويچ سره په يو تليفوني تماس کي غوښتنه کړې ده چي له مخالفينو سره خبرو اترو ته کښېني. اروپايي ټولنه هم غواړي چي منګړيتوب وکړي. د اروپايي ټولني کمېسيون اعلان کړی دی چي د اورپايي ټولني د بهرنيو چارو مسؤله کاترين اشتون به ډېر ژر کيف ته سفر وکړي.

د «شپيګل» په نوم د يوې آلمانۍ مجلې د يوه راپور له مخي د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او په اروپايي ټولنه کي د محافظه کارو ګوندونو استازي په دې لټه کي دي چي د اوکراين د مخالفينو مشر ويتالي کليتچکو اماده کړي. په پلان کي ده چي کليتچکو به د اروپايي ټولني راتلونکي غونډي ته چي د رواني مياشتي په نيمايي کي په بروکسل کي جوړيږي ور وبلل سي.