1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي کورني جنگ ته ورته شرايط

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

د اوکراين انتقالي حکومت د لوېديځ د ديپلوماتيکو هلو څلو سره سره بيا هم په دغه هيواد کي د «ترهگرۍ ضد عمليات» پرمخ بيايي. روسي پلوه بېلتون غوښتونکو بيا په اديسا ښار کي د پوليسو پر يوه مرکز باندي هجوم ور وړی دی.

https://p.dw.com/p/1Btmb
انځور: Reuters

د اوکراين د لوېديځ پلوه انتقالي حکومت پوځ د جنگي څرخۍ الوتکو او زغروالو ټاکنو په ملاتړ د دغه هيواد په لوېديځ کي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو پرضد خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی. بيا هم د دواړو اړخونو له خوا د مرگ ژوبلي خبر ورکړل سوی دی.

د اوکراين پوځ پر سلاويانسک ښار باندي د کلابندۍ کړۍ نوره هم تنگه کړې ده. دغو ځواکونو تر سلاويانسک ښار دباندي د سيمي ميليوني ښار دنيڅک ته پر لويه لار باندي د تلاښۍ يوه پوسته له بېلتون غوښتونکو څخه نيولې ده. په دغه ښار کي د فرانسې خبري آژانس خبريال وايي چي سلاويانسک ښار په بشپړه توگه کلابند سوی دی.

ياغيانو ډيري دولتي ودانۍ نيولي دي

د اوکراين په ميليوني ښار دنيڅک او نورو ښارونو کي د راپورونو له مخي بېلتون غوښتونکو پر نورو مرکزي ودانيو باندي هم خپل کنترول پراخ کړی دی.

د روسي پلوه ملېشو مشر ميرسلاو رودنکو، انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ په سيمه ييزو مرکزونو کي کلېدي دولتي ودانۍ نيولي دي.» په مجموع کي په دغه ښار کي وضعيت آرام دی او جنگ تيره شپه د لنډ وخت له پاره درېدلی وو.

د سلاويانسک ترڅنگ په کراماتورسک ښار کي هم مهمي دولتي ودانۍ د بېلتون غوښتونکو په کنترول کي دي. د روسيې د «ريا نووستي» خبري آژانس د راپور له مخي په دغه ښار کي چي نزدې ۱۶۰۰۰۰ وگړي پکښي اوسيږي د کورنيو استخباراتو په ودانۍ کي اور لگېدلی دی.

په اديسا کي روسي پلوه بېلتون غوښتونکي له پوليسو سره د اخ و ډب پرمهال
په اديسا کي روسي پلوه بېلتون غوښتونکي له پوليسو سره د اخ و ډب پرمهالانځور: Reuters

په اديسا کي د پوليسو پر مرکز هجوم

د اوکراين په ميليوني ښار اديسا کي يو شمېر مسکو پلوو چي سوټي ور سره ول د پوليسو پر مرکز باندي هجوم وروړی او د خپلو نيول سوو بېلتون غوښتونکو د آزادۍ غوښتنه يې کړې ده. د رسنيو د راپورونو له مخي ځانگړو ځواکونو په لومړي سر کي دغه هجوم پرشا و تمباوه. خو کله چي پوليس بيا د احتجاج کوونکو تر فشار لاندي راځي نو پريکړه کوي چي د مسکو پلوو ۶۷ تنه بنديان دي آزاد سي.

دغه نه ختمېدونکي زور زياتي ته په کتو سره د اوکراين او روسيې مشرتابه يو بل ته د ملامتيا گوته نيسي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل سوي دي: «کيف د هغي ويني تويوني مسئوليت پر غاړه لري چي د پوځ له خوا يې پر غير وسله والو کسانو باندي فيرونه کيږي.»

د اوکراين د کورنيو چارو وزير آرسين آواکوف ټينگار کړی دی چي د ترهگرۍ ضد عمليات به دوام ولري. هغه د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو پرضد عملياتو ته په اشارې سره وويل: «موږ به د ترهگرو او افراطيانو پرضد اقداماتو ته ادامه ورکړو.»