1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراین کې اوربند مات شو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ بهمن ۴, شنبه

د اوکراین روسي پلوو بیلتون غوښتونکو د سولې هغه تړون رد کړی دی چې له مخې یې په دې هیواد کې څو میاشتنیو جگړه پای ته رسیدای شوای. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه په دې هیواد کې د جگړې د پای ته رسولو هڅو ته دوام ورکوي.

https://p.dw.com/p/1EPuh
Ukraine Volksrepublik Donezk
انځور: REUTERS/A. Ermochenko

د اوکران د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو مشر الکسندر زخارشینکو، د جمعې په ورځ وویل چې بیلتون غوښتونکې اوس غواړي چې د اوکراین پر پوځ بریدونه وکړي. دا د هغه اوربند پر خلاف دی چې د سپتمبر په میاشت کې د اوکراین په مینسک ښار کې لاسلیک شو.

روسي رسنیو د زخارشینکو په حواله ویلي دي: «زموږ له خوا به نور د یوه اوربند په اړه د تلو هڅې و نه شي.» د بیلتون غوښتونکو دغه مشر د دونیڅک پوهنتون محصلینو ته د وینا پر مهال زیاته کړې ده چې اوس بیلتون غوښتونکي له درو خواو په دونیسک کې خپل پرمختگ ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې ده: «موږ به پر هغوی [اوکرایني پوځ باندې] تر هغه وخته پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکړو چې د دونیسک سیمې پولو ته ورسیږو ... که زه له کوم بل ښاره دونیسک ته کوم گواښ متوجه وبولم نو هلته به یې له منځه یوسم.»

په اوکراین کې تیره اوونۍ جگړه هغه وخت شدید شوه چې بیلتون غوښتونکو د دونیسک هوایي ډگر تر خپل کنترول لاندې راوست.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان، فرانسې، روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په برلین کې موافقه کړې وه چې د اوکراین له ختیځې برخې څخه باید درنې ولسې وایستل شي او د مینسک د موافقې له مخې باید په دې سیمه کې اور بند رامنځ ته شي.

د اوکراین د بیلتون غوښتونکو د مشر تر څرگندونو وروسته، اروپایي ټولنې پر روسیې باندې غږ وکړ چې پر بیلتون غوښتونکو باندې له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي او هغوی د اوربند مراعتولو ته راوبلي.

روسیې به وار وار دا خبره رد کړې ده چې له بیلتون غوښتونکو سره د جنگیالیو او وسلو د برابرولو په برخو کې مرسته کوي. ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ په اوکراین کې د وروستیو نښتو د پیلیدو پړه پر حکومت واچوله.

د جمعې په ورځ ملگرو ملتونو هم د اوکراین په روان کړکیچ کې د وژل شویو کسانو شمیر اعلان کړ. د دغه سازمان په حواله په روان کړکیچ کې چې د تیر کال په اپریل میاشت کې پیل شو له ۵۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب