1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکلاهوما کې بیا طوفانونو مرګ ژوبله اړولې

DW (rtr, dpa)/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۱۱, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د اوکلا هوما په ایالت کې طوفاني بادونو لږ تر لږه پنځه تنه وژلي دي، چې په کې یوه مور او ماشوم هم شامل دي. د مې میاشتې په شلمه هم په دغه ایالت کې طوفاني بادونو ۲۴ تنه وژلي ول.

https://p.dw.com/p/18iG5
انځور: Reuters

د روغتیا د چارواکو په وینا په اوکلاهوما ښار کې د جمعې د ورځې راهیسې د ګرد بادونو په پایله کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي. د اوکلوهاما د لویو لارو د څارنې پولیسو ویاندې ویلي دي چې پر «څلویښتمې» لویې لارې باندې پولیسو د یوه موټر تر څنګ د یوې میرمنې او د هغه د ماشوم جسدونه موندلي دي. چارواکو ویلي دي چې اوس دغه لویه لار تړل شوې ده او د ډیر شمیر ټپیانو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.

دغې ویاندې زیاته کړې ده: «لویه لار په ټپه بنده ده. موږ له خلکو څخه غوښتي دي چې د لویې لارې لري شي او په عاجله توګه چیرې پناه واخلي. موږ په کړکیچن وضعیت کې قرار لرو.»

پر دې سربیره د دوو نورو تنو د وژل کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی. ډیر شمیر زخمیان چې په کې د ځینو کسانو روغتیایي حالت د انديښنې وړ دی، روغتونو ته وړل شوي دي. د اوکلاهوما به ښار کې په لسګونو زره کسان د بریښنا څخه محرومه دي. تر دې دوه اوونۍ د مخه د Moore په ښار کې د طوفاني بادونو له کبله ۲۴ تنه وژل شوي وو او اوس یو ځل بیا په دغه سیمه کې د طوفاني بادونو د راتلو رپوټونه ورکړل شوي دي.

په سیمه کې د خرابې هوا په هکله اټکلونه

د خبریالانو د رپوټونو په حواله پنځه طوفاني بادونه د اوکلاهوما په شاوخوا کې رامنځ ته شوي، چې په یوه ساعت کې یې سرعت ۱۴۵ کیلومتره ته رسیده. چارواکو خبرداری ورکړی دی چې خطر لا هم له منځه نه دی تللی. چارواکو د سیلابونو د راتلو خبر ورکړی دی، په ځانګړې توګه سړکونه د اوبو څخه ډک شوي دي. د اوکلاهوما ښار او Moore ښار تر منځ د لوې لارې یوه برخه د موټرو په یوه پارکنګ باندې اوښتې ده.

د امنیتي تدابیرو تر سره کیدل

د اوکلاهوما ایالت ښځینه والي میري فېلین، پر دې خبره ټینګار کړی دی چې د نورو تر څنګ یې د ملي ګارد او ترافیکو څخه غوښتي دي چې د لارو په خلاصولو کې مرسته وکړي او انسانان خوندي ځایونو ته ورسوي. د امنیتي تدابیرو له مخې د اوکلاهوما ښار هوایي ډګر خالي کړای شوی دی او سپرلې د هوایي ډګر په لاندیني پوړ کې ځای پر ځای شوي دي. همداشان د St. Louis هوایي ډګر هم د خرابې هوا له کبله تړل شوی دی. د جمعې په ماښام طوفاني بادونو د میسوري ایالت پر لور حرکت کړی دی.

د متحده ایالاتو پرته په کوم بل هیواد کې دومره طوفاني بادونه، نه رامنځ ته کیږي. په متحده ایالاتو کې په اوسطه توګه په کال کې ۱۲۰۰ طوفاني بادونه رامنځ ته کیږي.