1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي بشري حالت ورځ تر بلي له ګواښ سره مخامخ دی

۱۳۸۸ بهمن ۲۱, چهارشنبه

د بشری ټولنو او د اروپا پارلمان د ايران د تر فشار لاندې وګړو خواته د زياتې پاملرنې غوښتنه کوی...

https://p.dw.com/p/Ly3L
محمد رضا ژورناليست د ايران په يوه زندان کي
محمد رضا ژورناليست د ايران په يوه زندان کيانځور: fararu

داپه بروسل کې د مطبوعاتی کنفرانس موضوع وه.په ايران کې د مياشتو راهيسې پروتستونه د فشار او اعدامونو له ګواښ سره مخامخ دی چې د نړی د عامه افکارو له خوا ورته چندان پاملرنه نه کيږی.

اوس بيلابيل سازمانونه او د اروپا پارلمان د دې په وړاندې په يوڅه لاس پورې کوی. آيدن وايټ د ژورناليستانو د نړيوالې اتحاديې سکرتر جمرال دی. دﺉ دغه تورونه ردوی چې ګواکې د ده اتحاديه يوازې د خپلو غړو په فکر کې ده. دﺉ وايي:

«که تاسو په نړۍ کې شاوخوا نظر واچوی، نو پام به مو شی چې د نړی په ټولو ځايونو کې، هلته چې رسنۍ تر فشار لاندې دی، چيرې چې ژورناليستان بند ته اچول کيږی، هلته، خبره د بشری حقونو پر سر ده. د دوی مبارزه په ټوله ټولنه د فشار اچولو نښه ده. د ښوونکو، د ترانسپورتی چارو د کارکوونکو، د مرستې رسولو د دستګاوو د کارکوونکو او هغو خلکو چې عادی ژوند تيروی، خو هڅه کوی چې د بدلون لپاره يو څه وکړی.»

وايټ وايي چې د ژورناليستانو د نړيوالې ټولنې ايرانی دفتر لا د وخته تړل شوی دی. څوک چې د حکومت پر ضد عمل کوی، نو د سخت عکس العمل انتظار هم لری. سره له دې د نړيوالې صنفی اتحاديې د سکرتر جنرال مرستيال جاپ وينين د داډول « عادی خلکو» با جرأته اعمال وينی.

«د عادی کارګری وګړو څخه اوس سړی د عمل ابتکار وينی، نه د فشار قبلول. د ساری په ډول د اطفاييې کارکوونکی چې د پوليسو له امر څخه يې سرغړونه وکړه څو اوبه په لاريونکوونکو وپاشی. واضح ده چې دوی يې بيه هم ورکړه.. دوی له کاره ځواب شول.»

د جنوری په مياشت کې د اروپا له پارلمان څخه يوه هيأت هڅه وکړه چې ايران ته سفر وکړی څو د ايران له مشرانو سره خبرې وکړی.

خو د ايران حکومت د دې ليدنې څخه ډډه وکړه. د شنو له ګوند څخه باربارا لوخبيلر د دغه هيأت يوه غړې ده. دا فکر کوی چې د ايران حکومت ته دغه سفر څه کړکيچن وو، ځکه دا دلاريون له غورځنګ سره د پيوستون د يوهې نښې په توګه ارزول کيده. خو اروپايي ټولنې بايد د دوی له نظره څه کړي وای، پرته له دې چې د ايران د حکومت د دغه چلند په وړاندې يې پروټست کړی وای؟

«زموږ هيله وه چې د اروپايي ټولنې ډيرو نورو غړو هيوادونو هم د بشری حقونو ساتونکو ته ويزه ورکړې وای د دې لپاره چې د صنفی اتحاديو د غړيو، ژورناليستانو او يا د بشری حقونو د نورو فعالينو ژوند مو ژغورلای وای. تر اوسه يواځې ايرلنډ او هسپانيې مرسته کړيده.»

په اوس وخت کې اروپايي ټولنه په ايران کې تر کورني وضعيت څخه د ايران له اټومی پروګرام سره بوخته ده. داسې ښکاری چې په اوس وخت کې به د بشری حقونو ټولنو او د اروپا پارلمان ته سخته وی چې د ايران د اپوزيسيون د تر فشار لاندې نيولو موضوع د اروپا د سياست په مرکزي ټکي واړوی.

ايران داسي ښودلي دي چي دخپل اتمي پرو ګرام پرسرله نړيوالي ټولني سره دناندرو په برخه کي په خپله لاره کي بدلون راولي .دهغه هيواد جمهورريیس محمود احمدي نژاد په دولتي تلويزيون کي ويلي دي چي دوي ديته چمتو دي چي خفيف غني شوي يورانيوم دخپلو اتمي قوي ددستګاوولپاره په بهرنپو هيوادونوکي زيادتره غني کړي .پدي ډول دايران حکومت غواړي چي دهيوادونودټولني د روغي شوي وړاندييز ومني .دملګرو ملتونوموسسه غواړي ددي مخه ونيسي چي ايران پخپله خپل يورانيوم دومره غني کړي چي اتمي بم تري جوړيداي شي .

دايران ددولتي تلويزيون دوينا له مخي نوموړي هيواد بيا ديوي سپوږمکۍ دحمل کولو لپاره يو توغندي فضا ته توغولي دي .دغه «دريم کاوشګر» مودل چي پخپله ايران توليد کړيدي له يوو تجربوي کپسول سره په برياليتوب بهرنۍ فضاته توغول شويدي .يو کال پخوا ايران يوه سپوږمکې چي په خپله يي جوړه کړي وه دځمکي مدار ته وتوغوله .هغه مهال يي دهغه دتوغولو لپاره له يوو سفير 2 ډوله توغندي څخه ګټه اخيستي وه.

Hasselbach, Christoph/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل