1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د افغانانو د اعدامونو په اړه اندېښنه

اسماعيل شاکر۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایې چې په ایران کې افغانان نه یوازي دا چې اعدامیږي، بلکي مړو ته یې اجازه نه ورکوي چې خپلوان یې افغانستان ته را انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/1BuaI
انځور: picture-alliance/dpa

مشرانو جرګې د سه شنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د مۍ ۶مه) خپلي عمومي غونډي ته د کډوالو او راستنېدونکو او بهرنیو چارو وزارتونو معینان ورغوښتي ول، څو په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

اوسمهال په ایران کې نزدې یو میلیون او ۴۰۰ زره افغان کډوال مېشته دي چې ډېر یې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې اوسيږي.

او په پاکستان کې بیا څه باندي دوه نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې نږدې یو میلیون یې قانوني اسناد نه لري.

د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې یوشمیر سنا تورانو وویل چې په پاکستان او ایران کې اوس هم افغان کډوال له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

د دې جرګي غړي جاوید روف وویل کلونه کیږي چې په ایران کې افغانان بې له مدافعي وکيله په اعدامونو محکومیږي:
«تل دا کارکیږي، د ایران حکومت افغانان اعداموي اوبیا یې جنازې هم نه پریږدي چې څوک یې افغا نستان ته راوړي.»

د بهرنیو چارو وزارت معین عتیق الله عاطف مل، وویل په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او اعدامونو په اړه څو واري د افغان دولت پلاوو دغه هېواد ته سفرونه کړي او په هر وار ایراني چارواکو د دغو ستونزو د هوارۍ ژمني ورکړي دي خو د ژمنو د عملي کولو په برخه کې یې تراوسه عملي ګامونه اخېستي نه دي.

د ښاغلي عاطف مل په وینا د ایران د قوانینو له مخي هرهغه څوک چې په دغه هېواد کې د نشه يي موادو کاروبار او یا هم په وژنو تورنیږي سزا یې اعدام ده او د همدغه قانون له مخې یې مړي هم د هغوی کورنیو ته نه سپارل کیږي:

«د ایران قوانین دا حکم کوي څوک چې د نشه یي موادو کاروبار کوي او یا هم د قتل په تور نیول کیږي محاکمه کیږي او اعداميږي او جسد یې هم کورنۍ یا کوم هیواد ته نه ورکول کیږي.»

عاطف مل، زياته کړه دوی په دې تلاښ کې دي چې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو د هوارۍ په موخه د هغه هېواد له چارواکو سره خپلو تماسونو ته دوام ورکړي.

په سعودي عربستان کې د افغان کارګران ستونزي

په دې غونډه کې یو شمیر سناتورانو په سعودي عربستان کي هم د افغان کارګرانو پر ستونزو بحث وکړ او زیاته یې کړه، چې په دغه هېواد کې ډیری افغانان په پاکستانی پاسپورتونو کاروبار او ژوند کوي.

د بهرنیو چارو وزارت معین وایې ډير ژر به د افغانانو د ستونزو د هوارۍ په موخه سعودې عربستان ته استازی واستوي.

کورني بې ځایه شوي کډوال

افغانان نه یوازي دا چې په هېواد کې د روانو ستونزو له امله بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي، بلکې په کور دننه کي هم ډیري کورنۍ بې ځایه شوي. د کډوالو او راستنېدونکو وزار ت معین فضل احمد عظیمي په دې اړه مشرانو جرګې ته وویل:

«د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو له پاره یوه ټولیزه تګلاره لرو، چې د هيواد په ټولو برخو کې به یې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو په حق کې تطبیق کړو.»

نا امنۍ، بې وزلي، موسمي وضعیت او ځیني نور هغه لاملونه دي چې له مخې یې افغانان په کور دننه او دباندي کډوالۍ ته اړيږي.