1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د افغان ګډوالو خپرې سوي ويډيو سخت غبرګونونه را پارولي

۱۳۸۹ دی ۱۲, یکشنبه

په دغه ويډيو کي چي وړمه شپه په کابل کي د طلوع خصوصي تلويزيون له خوا خپره سوې ښيي چي څو تنه ټپيان چي ويل کيږي افغانان دي د څو جسدونو تر څنګ په سخت حالت کي خوځيږي او ايراني پوليس مسخري ورباندي کوي.

https://p.dw.com/p/QlrI
د ايران سرحدي سيمه
د ايران سرحدي سيمهانځور: picture alliance/dpa

د افغانستان د بشر د حقونو سازمانونو له افغان دولت څخه غوښتي چي د هغي ويډيو په اړه تحقيقات وکړي په کومه کي چي له افغان کډوالوسره د ايراني پوليسو ناوړه چلند ليدل کيږي.

د دغه ټلويزيون له لوري ويل سوي چي دغه بږنونکي ويډيو فلم له افغان پولي سره څيرمه د يوه واټ پرغاړه د ايران په خاوره کي اخيستل سوی دی.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون وياند نادر نادري وايي ايراني ځواکونوپه خپل دغه عمل ټول بشري حقونه تر پښو لاندي کړل.

« دغه تصاوير د دې ښارکندويي کوي چي يوازي يو شمير خلک په دغه پيښه کي ټپي او وژل سوي ندي بلکي د دوی انساني کرامت ته پام ندی سوی،غير انساني چلند ورسره سوی، دا د بشري حقونوپر ضد يو عمل دی،او هغه کسان چي دا کاريي کړی د بشري او اسلامي اساساتو سره سم رفتار نه لري».

ايران د افغانستان له هغو ګاونډيانو شميرل کيږي چي ورسره په سلګونو کيلومتره اوږده پوله لري او له کلونو راهيسي افغانان دکار روزګار د پيدا کولو لپاره پر قانوني لارو سربيره له غيرقانوني لارو دغه هيواد ته ځي.

نادري وايي د افغان حکومت سياسي او اقتصادي کمزورتيا د دې لامل سوي چي په بيلا بيلوهيوادونو کي يې له وکړو سره ناوړه سلوک وسي.

نوموړي د دغي لانجي د حل لپاره د ملګرو ملتونو د چينلونو په مټ د رسيدګۍ ټټر وهی.

« موږ څو واري په مختلفو مسايلو کي له ايران سره په تماس کي سوي يو، موږ دا مسله د ملګروملتونو له لاري تعقيب کړې، هيله لرو چي د افغانستان د خارجه چارو وزارت هم دا مسله وڅېړي او افغانانوته ډاډ ورکړي چي په راتلونکي کي به داسي کار نه کيږي».

له بل لوري د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بيا وايي چي تهران ته د خارجه چارو د وزير په وروستي سفر کي ايراني لوري ژمنه کړي چي له افغان کډوالوسره به ناوړه سلوک نه کيږي او په هغه هيواد کي به د بندي افغانانو د شميري په اړه کابل ته کره معلومات سپاري.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون وياند د ايراني پوله ساتونکو له لوري له سوو يو شمير افغانانو سره په داسي حال کي د ناوړه سلوک د خپرو سوو انځورونو په اړه خپل غبرګون ښيي چي ويل کيږي افغان دولت تر اوسه دا ځواک نه لري تر څو له ملک څخه دباندي د خپلو وګړود حقونو د خوندي توب لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

نادري دا د افغان حکومت مسوليت بولي چي د دغي پيښي څرنګوالي څرګند او افغانانو ته يي په اړه معلومات ورکړي.

« دا د افغانستان د حکومت مکلفيت او مسوليت دي چي د دغي مسلې په اړه څېړنه وکړي او افغانانو ته يي معلومه کړي چي دا کار ولي سوی وو، او د ايران له حکومت څخه د ديپلوماتيکو چينلونو له لاري وغواړي څو د دغسي ستونزو د بيا تکرار مخه ونيول سي».

رسمي شميري ښيي چي شاوخوا ۵۰۰۰ تنه افغانان د ايران په بيلا بيلو زندانونو کي بنديان دي او غټ شمير يي د اعدام په سزا محکوم سوي دي.

ايران وايي نيول سوي ټول افغان په بيلا بيلو جرمونو مجرم پيژندل سوي نو ځکه په بند کي اچول سوي دي هغه ادعا چي تر اوسه افغان دولت ته د منلو وړ نده او له تهران څخه غواړي تر څو ياد بنديانو په جزا کي کمي راولي او يا هم ټول افغان دولت ته وسپاري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل