1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د مخالفينو ډله ايزه محاکمه

۱۳۸۸ مرداد ۱۸, یکشنبه

پرون بياد ايران د انقلاب د محکمې په وړاندي د حکومت يو ګڼ شمير مخالفين ودرول شول.

https://p.dw.com/p/J6SS
د ډليزي محاکمې يو انځور
د ډليزي محاکمې يو انځورانځور: AP

د هغوي په جمله کي د ايران د خپلو رسنيو د معلوماتو له مخي، د بريتانيا او د فرانسی د سفارتونو کار کونکي او يوه فرانسوۍ،چي په ايران کي د ښوونکي په توګه کار کوي، هم شامل دي. په هغوي باندي تور لګول شوي چي د ايران د جمهوري رياست له ټاکنو څخه وروسته په مظاهرو او احتجاجونو کي بهرنيو سفارتونو ته د معلوماتو د ورکړي په هکله فعال نقش لوبولي دي.

په پروني محکمه کي يو ځل بيا کابو سل تنه حکومت مخالف کسان چي د تيرو اونيو په احتجاجونو کي بنديان شوي دي تورن شول چي د اسلامي جمهوري نظام د راپرځولو لپاره يي په لمسونو لاس پوري کړي دي. د هغوي پر ضد محاکمي د نړيوالو مطبوعاتو له حضور څخه پرته دايري شوي او هيڅ يو تورن سړي ته اجازه نه ده شوي چي مدافع وکيل ولري. د ايران پخواني جمهور رييس محمد خاتمي له يوي نمايشي محکمي څخه يي خبري وکړي.

د محاکمه شوو تورنو په غټو کسانو کي يو هم د خاتمي پخواني مرستيال، محمد علي ابتاهي، يو ډير مشهور اصلاح غوښتونکي، دين پيژونکي دي. هغه په محافظه پالو باندي سختي نيوکي کړي دي. د محکمي په لومړي ورځ، د فارس خبري آژانس د يو خبر له مخي، هغه په خپل جرم اعتراف کړي دي، چي ګواکي د حکومت ستر مخالفين ، موسوي، خاتمي او هاشمي رفسنجاني، د خبري آژانس د خپلي وينا له مخي، «قسم خوړي متحدين» دي.

د ايران د سياسي نيظام مخالفين د محاکمې پر مهال
د ايران د سياسي نيظام مخالفين د محاکمې پر مهالانځور: FarsNews

د دغه خبري آژانس په رپوت کي ويل شوي چي ګواکي ابتاهيي وويل، د هغه خپلي جملي:«

زه خپلو ټولو ملګرو ته وايم چي د درغليو موضوع د اله ګولو او احتجاجونو لپاره يو کذب او بهانه وه.» د خاتمي او ابتاهي کورني په دي عقيده دي چي له نوموړي څخه تر ربړونی لاندي اعتراف اخيستل شوي دي.

همدا راز پرون د فارس خبري آژانس د يوي فرانسوي تبعه او د فرانسي د سفارت د يوي ايراني کارکونکي، نزک افشار پر ضد هم دعوا شوي ده.

د ميرمن افشار زوی، ارش نياميان، سي ان ان ته وويل:

« تر پورن پوري مونږ د هغي په هکله معلومات نه لرو. ، دومره خبر شو چي هغي په تیلفون کي وويل چي هغه بندي شوي ده. د هغي وکيل ته اجازه نه ده شوي چي محکمي ته داخل شي، نو له هغه وخت څخه وروسته معلومات نه لرو چي هغه څرنګه ده او چيرته ده.»

ويل شوي دي چي په تهران کي د فرانسي د سفارت په نوموړي کارکونکي باندي د جاسوسي تور لګول شوي .

په عين وخت کي د مهر نومي خبري آژانسرپوټ ورکړ چي د راتلونکي جمعي په ورځ پخواني جمهور رييس علي اکبر هاشمي رفسنجاني د جمعي د لمانځه خطبيب دی، وبه ليدل شي چي هغه دا ځل د حکومت په وړاندي څه دريځ نيسي، تير ځل يي د احتجاج کونکو د خوشي کولو او د مطبوعاتو د آزادي لپاره غږ وکړ.