1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي له افغان کډوالو سره د زده کړو په برخه کي د آلمان مرسته

رضا شېر محمدي/برېښنا صابر۱۳۹۳ دی ۱, دوشنبه

آلمان په ایران کې له میشتو افغان کډوالو سره د زده کړي د ښو شرایطو د برابرولو په برخه کې مرستي کوي. د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتو عالي کميشنرۍ خبر ورکړی دی چې آلمان په دې موخه د نغدو پیسو مرسته کړې ده.

https://p.dw.com/p/1E8fH
انځور: Behrouz Mehri/AFP/Getty Images

په دې وروستیو کې داسي راپورونه ورکړل شوي دي چي په ایران کې افغان کډوالو ته د زده کړو په برخه کې شرايط ستونزمن شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د کډوالو له پاره د ښوونځيو په میاشتني فیسونو کې زیاتوالی راغلی دی.

په پام کې وه چې د ایران ولسمشر حسن روحاني، به په خپل هيواد کې د افغان زده کوونکو له پاره دغه فیس له منځه یوسي، خو نه یوازي فیسونه همداسې پر خپشل ځای پاته دي، بلکي په ښوونځيو کې له هغوی سره د بد چلند او توهین کولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

په مشهد کې يوې افغاني کډوالي امینې فاطمي، چې دوه زامن یې په ښوونځی کې دي. له دويچه ويله سره په خبرو کې وویل، چې د تعلیمي کال په پيل کې د ایران دولت اعلان وکړ چې له کډوالو څخه به میاشتنی فیس نه اخلي او د ماشومانو نومونه یې ثبت کړل، خو پنځلس ورځې د مخه یې د ښوونځی فیس په داسې حال کې چې ۳۰ سلنه یې لوړ کړې وو، بیا وغوښت. هغې وويل چې د بې وزلو او متوسطو کورنيو ډېر ماشومان مجبور شول بیرته درس پریږدي.

اوس د «یو این ایچ سي آر» یا د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتو د عالي کمېشنرۍ له خوا اعلان شوی دی، چې د آلمان حکومت په ایران کې د افغان کډوالو له پاره د زده کړو د ښو شرایطو د برابرولو په موخه له دغه هيواد سره شاوخوا ۶ نيمه لکه ډالره مرسته کړې ده.

د ایران دولتي خبري آژانس «ایرنا» د دغه کمېشنرۍ له حواله لیکلي دي:«د دغو مرستو يوه اندازه له هغو مرستو څخه ورکول کيږي، چي له کډوالو سره د ښووني او روزني د لاس رسي په برخه کي د ځيني هيوادونه له خوا کيږي.»

ایران په سیمه کې د یو لړ ستونزو له امله له ۳۰ کلونو راهیسې تر اوسه د کډوالو یو لوړ شمیر ته پناه ورکړې ده

په ایران کې د آلمان سفیر میشایل فرای هیر فون اونگیرن شتیرنبیرگ په دې هلکه وویل: «آلمان په دې برخه کې له ستونزمن وضیعت څخه ښه خبر دی.» ده زیاته کړه: «له همدې امله موږ غواړو د کډوالو د ژوندانه د شرایطو د ښه والي له پاره د ایران له دولت سره د مرستي له لاري په دې ستونزمنه وظیفه کې برخه ولرو. زه په دې باور لرم چې د مهاجرو د ستونزو د حلولو په موخه د یوې سیمه یزي حل لاري موندلو ته اړتیا ده.»

د مرستو د مصرف څرنگوالی

د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا ویل شوي دي چې دغه مرسته به د ښوونځيو د بیارغوني او کډوالو ته د سواد زده کړي د کورسونو او همدا راز دوي ته د مکتب د یونيفورم او د دوي له پاره د قرطاسیې د برابرولو په برخه کې په مصرف ورسیږي.

د کمېشنرۍ په دې اعلامیه کې ویل شوي: «د ښوونځيو او سواد زده کړي د کورسونو له لاري د تعلیم او تربیې په لاس راوړل د افغان مهاجرو له پاره بې له شکه د دوي د ستونزو د حلولو د اساسي ستراتیژۍ یو مهم عنصر دی. دا سیمه ییزه ستراتیژي د مهاجرو د داوطلبانه راتگ او د دوي د ادغام په داسې حال کې ملاتړ کوي چې له کډوالو سره د مرستي په موخه د دغه کوربه هیوادونو په هلو ځلو کې له دوي سره مرسته کوي.»

خو میرمن فاطمي وايي چې په ایران کې میشت کډوال د نړیوالو مرسته له امله د دوی د ژوند په شرایطو کې له ښه والي څخه ناخبره دي او هغه مرستي چې د دوي په نامه د ایران دولت ته ورکول کیږي، زیاتره وخت په نورو برخو کې په مصرف رسیږي.

دا وايي: «ډیري کمې مرستي په مهاجرو مصرفیږي. ښايي دولت دغه مرستي د زیربنايي برخه کې لگوي. خو د افغان کډوالو له پاره دا درک کول مشکل دي چې د آلمان حکومت له خوا شوي دا تازه مرسته به د افغان کډوالو د کوم مرض دوا شي.»

د آلمان دا مرسته به په ایران کې نزدې هغو ۳۳۰ زره افغانو زده کوونکو ته زده کړي ښه شرایط برابر کړي چې د ایران د حکومت په وینا په دې هیواد کې ښوونځي ته ځي. په عین حال کې به د دې پروگرام له لاري نزدې ۳۳۵۵ هغه کسانو ته د سواد زده کړو زمینه برابره شي چې ښوونځي ته د تلو د قانوني عمر څخه یې عمرونه لوړ دي او توانیدلي نه دي چي ښوونځي ته ولاړ شي.

خو میرمن فاطمي چې دوه زامن یې د ښوونځي د فيس د نه توان په سبب له زده کړي پاته شوي دي، وايي چې دا به ښه وي چې نړیواله ټولنه په ایران کې د دې مرستو د مصرف په موخه یوه بله تگلاره غوره کړي: «داسې باید وي چې مرستي مخامخ د کډوال په لاس کې ورکړل شي. د مثال په توگه کمېشنري وايي چې دغه کسان چې درې یا څلور د ښوونځي کوچنیان لري، هغوی دې راشي او د دوو نفرو د فیس پیسې دې ترلاسه کړي او د ښوونځي په حساب کې دې یې جمع کړي. یا دا چې د ایران دولت دې د مهاجرو ماشومانو له پاره یو حساب خلاص کړي چې د ښوونځي فیسونه یې ترینه ورکول کیږي. زما په آند دا ډول مرستي به مهاجر لمس کړلای شي.»

زده کړه د افغانستان د راتلونکي کيلي

د ایران د اسلامي جمهوریت خبري آژانس لیکي چې په دغه هيواد کې د آلمان سفیر د دې ټکي د روښانه کولو په ترڅ کې چې تعلیم او تربیه، د افغانستان د يوه روښانه راتلونکي اساس دی، وویل: «افغانان په خپلو لوړو وړتیاو سره کولای شي چې د خپل هیواد او همدا ډول د کوربه هیواد ایران پر شرایطو اغېزه ولري. زه په تهران، کرمان، قم او مشهد کې د نویو ښوونځيو د جوړولو له امله مننه کوم چې د ایراني زده کوونکو ترڅنگ یې ډېرو افغان زده کونکو ته هم د لومړیو زده کړو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده.»

د آلمان حکومت تل په ایران کې د افغان کډوالو له پاره د زده کړو د ښو شرایطو د برابرولو په موخه مرستي کړي دي. د بیلگې په توگه په ۱۳۹۲م کال کې د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د آلمان او جاپان په مالي مرسته د تهران په قرچک ښارگوټي کې د حکیم سنايي غزنوي په نامه یو ښوونځی جوړ کړ، چې تر لسم ټولگي پوري پکې زده کړې کیږي.

په ايران کي افغان کډوال
په ايران کي افغان کډوالانځور: ISNA