1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي يو افغان او څلور تنه ايرانيان اعدام سوي دي

۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17BJh

ايران د شنبې په ورځ د مخدره موادو يو افغان قاچاقبر او څلور تنه ايرانيان، چې د جنسي تېري په تور نيول شوي ول، په دار وځړول. دغه خبر سيمه يزو رسنيو ورکړی دی. ۲۷ کلن افغان، چي د هرات ولايت اوسېدونکی وو د ايران په شمال د دامغان په ښار کې اعدام شو. دغه حکم ورباندي د دوه کيلو کرېک کوکاين د خرڅلاو له امله صادر شوی و. درې ايرانيان، چې ورباندي د جنسي تېري، قتل او د نشه يي موادو د قاچاق تورونه لګول شوي ول، د ايران په زړه کې پروت د يزد په ښار کې وځړول شول. ايران په نړۍ کې د چين، سعودي عربستان او امريکا د متحده آيالاتو تر څنګ تر ټولو زيات انسانان اعداموي.