1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کښي پارلماني انتخابات تر سره کيږي

۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14BuI

د ايران د پارلماني انتخاباتو له پاره د جمعې په ورځ د ۴۸،۳ ميليونو مستحقو ايرانيانو څخه غوښتل سوي دي چي خپلي رايي ورکړي.

د پارلمان د ۲۹۰ چوکيو له پاره ۳۴۴۴ کسانو ځانونه کانديد کړي دي. که په يوه انتخاباتي حوزه کښي هيڅ کانديد ۲۵ فيصده رايي پلاس رانه وړي، نو په يوه مياشت کښي به دوهم واري انتخابات دايريږي.

ټوله کانديدان د سپاه انقلاب له خوا کنټرول سوي او دا کتل سوي دي چي آيا ددوی د کانديديو شرايط پوره دي، د رژيم مخالف خو نه دي او د آيات الله علي خامنه اي، روحاني مشرتابه مني او که څنګه؟