1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايټاليا کي د يو کيلومتر په اوږدوالي پيزا ريکارد

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ خرداد ۳, دوشنبه

په نړۍ کي د خوړو پخولو په برخه کي ډول ډول ريکاردونه وهل سوي دي، خو دا ځل په ايټاليا کي داسي ريکارد وهل سوی چي ډېر کارپوهان ورته حيران پاته دي.

https://p.dw.com/p/1It6U
په ايتاليا کي تر ټولو ستره پيزا
انځور: picture-alliance/dpa/C. Fusco

د ايټاليا په ناپل ښار کي تيره اوونۍ له ټولي نړۍ څخه اشپزان راټول سوي ول او ۱،۸ کيلومتره پيزا ئې پخه کړه.

د دغي پيزا پخولو ۶ ساعته وخت ونيو او نژدې ۲۵۰ اشپزانو د هغې په جوړولو کي برخه اخيستې وه.

په دغه ريکاردي پيزا کي دوه ټنه اوړه، ۱۶۰۰ کيلو گرامه روميان، يو ټن پنير، ۲۰۰ ليتره غوړي او ۳۰ کيلو گرامه ريحان کار سول.

پيزا تر پخېدو وروسته پر نندارچيانو او خيريه ټولنو ووېشل سوه. ويل کيږي چي د دغي پيزا د پخولو نندارې ته په سوونو انسانان ورغلي ول.