1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايټاليا کي نوي ټاکني ترسره کيږي

۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/178FF

په ايټاليا کې د فبرورۍ پر ۲۴ او ۲۵مه نېټه انتخابات تر سره کيږي. دغه خبر په روم کې حکومت ورکړی دی. مخکې له دې، ولسمشر جورجيو ناپوليتانو د فرمان له لارې د پارلمان دواړه خونې منحل کړې وې. هغه له ګوندونو څخه د يو رغوونکي او منځلاري انتخاباتي کمپاين د تر سره کولو غوښتنه وکړه. ناپوليتاني دا تصميم له هغه وروسته ونيو چې لومړي وزير ماريو مونتي د جمعې په ورځ استعفا ورکړه. مونتي د خپلې استعفا سپيناوی داسې کړی وو، چې د پخواني لومړي وزير سلويو برلوسکوني ګوند په پارلمان کې له ده څخه د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې له ملاتړ څخه لاس اخيستی دی. مونتي د اقتصاد پروفيسر او د اروپايي ټولنې پخوانی کميسار هم دی. دی د ۲۰۱۱ م کال په نومبر کې قدرت ته ورسېد کله چې د يورو بحران اوج ته رسېدلی و. دی په بهر کې د سپما د يو اغېزمن سياست ضامن بلل کېدی، خو په خپل هېواد کې يې محبوبيت له لاسه ورکړی و.