1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اټومي قوانينو کي بايد بدلون راسي

۱۳۸۶ مرداد ۴, پنجشنبه

د آلمان دسوسيال ديموکراتانو گوند چې ددې هېواد لومړۍ وزيره ميرمن انگيلا ميرکل يي مشره ده په جرمني کې يې په اټومي قوانينو کي د بدلون غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/DKI5
د آلمان د سوسيال د يموکراتانود گوند عمومي منشي هو بيرتوزهايل
د آلمان د سوسيال د يموکراتانود گوند عمومي منشي هو بيرتوزهايلانځور: AP
د سوسيال د يموکراتانو د گوند عمومي منشي هو بيرتوز هايل نن ويلي چې په راتلونکي کي بايد د انرژۍ تصدۍ دا وښي چې اټومي بټۍ خوندي دي. هايل ويلي چې بايد د نوو قوانينو له مخي دولت نه بلکي پخپله د اټومي بټيو تصد ۍ خوند ي کول ثبوت کړي.
سره له هغه چې هايل د اټومي بټيو د سختو کنترولولو غوښتنه کړې سربيره پر هغه يي ويلي چې زړې اټومي بټۍ دي بندي سي.
په مقابل کي د مرکزي حکومت د وياند مرستيال توماس شتيگ ويلي چې د لومړۍ وزيري په آند د اټوم اوسنئ قانون پر سم بنسټ ولاړاو بسنه کوي.
بياهم د سوسيال د يموکراتانو د گوند د عمومي منشي د څرگند ونو سره سم په اټومي بټيو کې د وروستيو ناوړو پيښو له کبله زړې اټومي بټي چې د عواريضو خطر پکښي ليدل کيږي بايد ژر تر ژره بندي سي او د گټي پر ځاي يي بايد و امنيت ته ډ يره پاملرنه وسي.