1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"په اټومي وسلو سمبال ایران نه شو منلای"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعه

د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، ویلي دي چې ایران د خپل اټومي پروګرام په برخه کې له وخت سره لوبې کوي. هغه ټینګار کړی دﺉ چې المان په اټومې وسلو سمبال ایران نه شي منلای.

https://p.dw.com/p/14pSF
انځور: dapd

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویله، په واشنګټن کي د یهودانو يوې کمیټې ته په وینا کې وویل: «زموږ زغم یو حد لري.» ویستر ویله وویل چې المان د «خبرو اترو له پاره خبري اتري» نه غواړي. د هغه په خبره د ایران اټومي پروګرام نه یوازي د اسرائیلو له پاره خطر رامنځ ته کوي، بلکي ټوله سیمه له گواښ سره مخامخ کوي. ویستر ویله وویل:

«زموږ هدف روښانه دئ. موږ یوه معتبر او د اثباتیدو وړ دلیل ته اړتیا لرو چې دا ثابته کړي چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو له پاره کار نه کوي.»

ویسترویله همدازار وغوښتل چي د ایران د اټومي شخړي د حل له پاره باید دیپلوماتیکي هلي ځلي دوام وکړي. هغه زیاته کړه چې د نړیوالي ټولني یوالی، قاطعیت او پر ایران وضع شوي تحریمونه به خپلي لومړۍ پایلي وښیي.

په بغداد کي د خبرو اترو نوی پړاو

متحده ایالات او ملگري هیوادنه ئې په دې اند دي چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي. ایران بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې اټومي پروگړام ئې سوله ییز دئ او غواړي له دې لاري انرژي تر لاسه کړي.

اوس نو اسرائیل چې د ایران له خوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په اړه تر بل هر هیواد ډیره اندیښنه لري، د دغه هیواد پر اټومي تأسیساتو باندي د برید کولو پر پلان فکر کوي.

د روان کال د اپریل په میاشت کي نړیوالي ټولني تر شاوخوا یوه کال ځنډ وروسته له ایران سره د دغه هیواد د اټومي پروگرام پر سر خبري اتري بیا پیل کړې. دغه خبري اتري د ترکیې په استانبول کي تر سره شوې. د ایران د اټومي پروگرام پر سر خبري به د رارواني می د میاشتې پر ۲۳ نیټه په بغداد کي وشي. په دغو خبرو کې به د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمې غړي او المان گډون ولري.

ښايي لاریجاني ټاکني وگټي

د جمعې په ورځ په ایران کي د دغه هیواد د اسلامي مجلس یا پارلمان د غړو ټاکني پیل شوې. د ایران دولتي تلویزیون ویلي دي چې په دغو ټاکنو کې ۱۳۰ نوماندانو د رای اچولو په ۳۳ مرکزونو کې ځانونه د ۶۰ څوکیو له پاره نومولي دي. دا هغه کسان دي چې نه دي توانیدلي د ټاکنو په لومړي پړاو کي پارلمان د ورتګ لاره پیدا کړي.

د ایران په پارلماني ټاکنو کې چې د مارچ په میاشت کې تر سره شوې د احمدي نژاد مخالفان وتوانیدل چې ۷۰ سلنه چوکۍ وگټي. اټکل کیږي چې د احمدي نژاد ضد ائتلاف چې مشري ئې علي لاریجاني پر غاړه لري، د ټاکنو په دوهم پړاو کي هم ډیري چوکۍ وگټي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض