1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایتالیا کی د کډوالو پر ضد مظاهرې شوې دي

۱۳۹۴ تیر ۲۷, شنبه

په ایتالیا کی د خارجیانو ضد مفکوره مخ په پراخیدو ده. په دې هیواد کې میشت بهرنیان له زورزیاتي او له تبعیضه ډک شعارونو سره مخامخ دي. په سیسلی کی بیا د بې سرحده ډاکټرانو د ژغورنی د یوې کښتۍ مخنیوني سخت غبرگونونه راپارولي.

https://p.dw.com/p/1G0xi
انځور: picture-alliance/dpa/S. Nogier

پولیسو خبر ورکړی چی د روم په یوې لیرې پرتې سیمه کې د هغه ځای د اوسیدونکو، ښې اړخه ډلو او همدارنگه امنیتي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب په ترڅ کې ۱۴ چارواکي ټپیان سوي دي. مظاهره کوونکو هغه پخواني ښونځي ته د ورداخلیدو مخه نیوله چې په کي د ۱۰۰ تنو کډوالو د ځای پر ځای کیدو پلان نیول سوی وو.

خو پر دې ټولو خنډونو سربیره بیا هم یو بس چی په کي شل تنه کډوال سپاره وه وکولای سول هغه ځای ته ورسیږي. په عین حال کي مظاهره کوونکو د بهرنیو ضد شعارونه ورکول او پر هغو یې د ډبرو او اوبو بوتلونه گوزارول. په دغو مظاهره کوونکو کي نوي فاشیستان هم شامل وو.

د پولیسو په حواله دوه تنه نیول سوي دي. له بلی خوا د روم مذهبي مشر فرانسو گابرییلي، ویلي دي چې «نور مهاجرین به هم په نوموړي ښوونځي کي ځای پر ځای سي»ږ

د کډوالو د ملاتړ ادارې سخت غبرگون ښوولی دی

همدارنگه د وینز د ښار په شمالي برخه کي هم د کډوالو د ورتگ پر ضد لاریونونه وسول. هلته بیا ۱۰۰ تنه هغه کډوال یوې پخوانۍ قشلې ته انتقال سول چي په اصل کې باید د هغوی له پاره ټاکل سوي یوه بل ځای ته بیول سوي وای.

تر دې مخکې د هغوی له پاره د ټاکل سوې وانۍ مخي ته موبل او توشکو ته اور ورته شوی وو او ډیریو کسانو مظاهرې کړې وې چي په ترڅ کي د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ سخت اخ وډب هم رامنځته سو او په نتیجه کي ډیری مظاهره کوونکي ونیول سول.

له بلې خوا د کډوالو د ملاتړ ادارې د دغو مظاهرو په اړه سخت غبرگون ښوولی دی. په دغه اداره کي د سویلي اروپا د برخې کارپوه لاورینس جولیس، ویلي دي: «دا د شرم ځای دی چی ولس په قصدي ډول دې ته هڅول کیږي چی د مهاجرو او پناه وړونکو پر ضد زورزیاتي وکړي.»

په ایټالیا کي د مهاجرو په شمیر کي زیاتوالی

په ایتالیا کي د کډوالو شمیر خپل اوج ته رسیدلی دی. په داسي حال کي چي په ۲۰۱۲ میلادي کال کي د هغو شمیر ۱۳ زره وو تیر کال یې شمیر ۱۷ زره ته لوړ سوی دی. سږ کال بیا تر اوسه پورې ۸۲ زره کډوال د مدیترانې د سمندرگي له لاری دغه هیواد ته راغلي دي. له همدې کبله په ایتالیا کې د دغو کډوالو د ځای پر ځای کولو پر سر شخړې رامنځ ته کیږي.

کډوال باید په کښتۍ کي پاته سوي وای

په سیسلي کي بیا د بې سرحده ډاکټرانو په یوې ژغورونکي کښتۍ سپرو کډوالو ته د کښته کیدو اجازه نه ده ورکړل شوي. د دغې مرستندویې ټولنی په حواله چارواکو ۷۰۰ کډوالو ته اجازه نه ده ورکړې چی له کښتۍ څخه راکښته سي. چارواکو ویلي دي چې د کډوالو له پاره ځانګړي لاګرونه ډک دي او دغه کسان نه شي ځای پر ځای کولای.

په یو کښتۍ کې سپرو کډوالو ته ایټالیا ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په یو کښتۍ کې سپرو کډوالو ته ایټالیا ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.انځور: picture-alliance/dpa/Bundeswehr/A. Gottschalk

تر اوږدو بحثونو وروسته د تراپاني په بندر کی چارواکي حاضر سول چی د هغوی له ډلې څخه یوازې ۱۵۰ تنه ومني خو دا کار د بې سرحده ډاکټرانو له سخت غبرگون سره مخامخ سو ځکه چی پاته کډوال باید په کښتۍ کی پاتې سوی وای. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په حواله دغه کډوال باید په ډیرو سختو شرایطو کې د یوې شپې له پاره په کښتۍ کې پاتې شوي وای.

د بې سرحده ډاکټرانو د سازمان مشر لوریس دي فلیپي، ویلي دي چي «په ایټالیا کي د دغو کډوالو د منلو د پاره لازم امکانات موجود نه دي او دا وضعیت کیدای شي چې د هغوی له پاره د سخت عواقب ولري».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب