1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کی د میشت افغان کډوالو په ژوند کی بدلون

۱۳۹۰ مرداد ۲۶, چهارشنبه

د ایران دولت پریکړه کړي چې په سلګونو زرو افغان کډوالو ته په دغه ملک کی د کار قانوني جوازونه وویشي. دا خبره د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزيری آمنه افضلی کړی ده او وویل په دی هکله یو پلاوی ایران ته سفر کوی

https://p.dw.com/p/12I4R
په ایران کی افغان کډوال
په ایران کی افغان کډوالانځور: FARS

ایران دغه ګام پر داسي مهال پورته کوي چې ټاکل سوي ډير ژر د افغانستان یو عالي رتبه دولتي پلاوی دغه ملک ته سفر وکړي. رسمي شمیري ښیې چې څه نا څه یو ملیون افغانان دمګړۍ په ایران کې اوسیږي چی ډیری یی په غیرقانوني توګه کار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره آمنه افضلي وایی دوي له یو شمیر کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره په ګډه په داسي یوه کړن لاره کار کوي چې له مخې به یې د افغانستان له سیاسي پولو د باندي افغان کډوالو ته د قانونی کار کولو چاپپریال برابر کړي.

آغلی افضلي وایې چی د هغی وزارت د اوس لپاره یوازي دوه سوه او پنځوس زره هغو افغانانو ته له ا یراني لوري د قانوني کاري جوازونو د تر لاسه کولو ژمنه تر لاسه کړي ده چی په ایران کې له خپلوکورنیو سره یو ځای اوسیږي.

آغلی افضلی وویل:«د دغې هوکړي له مخې به په ایران کی هغه افغانان چی له خپلو کورنیو سره هلته ژوند کوي، هغوي ته به د کار جواز ورکول کیږي، اومجرد کسان به افغانستان ته راځي، د ایران ویزه او د کار جواز به له دغې لاري د ایران له سفارت څخه تر لاسه کوي او بیرته به بیا ایران ته ځي او هلته کولای سی کار وکړي.»

له تیرو څو کلونو راهیسې د ایران او افغانستان د دولتونو تر منځ د هغو افغانانو د برخلیک پر سر لانجې رواني دي چې دمګړۍ د ایران په بیلا بیلو ښارونو کی اوسیږي. خو لا هم دغې لانجې ته تر اوسه په بشپړه توګه کومه مناسبه حل لاره نده موندل سوي.
یوازي په ایران کې افغانان د کار د تر لاسه کولو په برخه کې له کړاونو سره ندي مخامخ بلکې د پاکستان په ګډون د نړۍ په ډ یرو برخو کې افغانانو ته په قانوني توګه د کار حق نه ورکول کیږي.

میرمن افضلي وایې چې په ټولیزه توګه یې له ملک څخه د باندي ټولو هغوافغانانو ته د کار دموندلو لپاره د لازم چاپيريال د برابرولو پر سر کار روان کړی چې دمګړۍ له اوزګارتیا کړیږي.

هغی وویل:«هغه افغانان چی له افغانستان څخه دباندي دي، که په پاکستان کي دي که په ایران کې او که په بل هر هیواد کی د هغوي لپاره به د کار قانوني جوازونه برابرکړو، د ډیرو هیوادونو له چارواکو سره په خبرو بوخت یو.»

ایران د افغانستان د هغو ګاونډیو هیوادونو په کتار کې راځي چې د څو لسیزو کورنیو جګړو له امله په ملیونونو افغان دغه ملک ته کډوال سوي ول. خو د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته یې غټه شمیره بیرته خپل ټاټوبي ته را ستانه سوي دي.

افغان حکومت وایې ډیر ژر به یې یو پلاوی ایران ته واستول سي تر څو هلته د افغانانو ټولي ستونزي له هغي ډلي د هغو افغان بندیانو په برخلیک هم له تهران سره خبري وسي کوم چې د بیلا بیلوجرمونو د تر سره کولو په جرم په ایران کې بندیان دي.

کابل/جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکيم