1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایټالیا کي یو مهاجر د وهل کیدو له کبله ساه ورکړه

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ تیر ۱۷, پنجشنبه

په ایټالیا کي یو نایجریايي مهاجر په عام سړک کې وهل او وژل سوی دی. هغه چي په یوه کوچني ښار «پاولوکالسینورا» کي د خپلې ملگرې سره پر لار روان وو، د تبعیضي دلایلو له کبله پرې حمله سوې ده.

https://p.dw.com/p/1JL5I
Griechenland Flüchtlinge auf der Insel Kos
انځور له ارشیف څخهانځور: picture alliance/NurPhoto/A. Widak

خبري آژانس «Agi» رپوټ ورکړی دی چي د فوټبال یوه مینه وال دغه ۳۶ کلن کس د سه شنبه په ورځ لمړی وهلی. خو هغه پر سر باندې د یوې ضربې له کبله لومړی بې هوشه شوی او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دغه کډوال د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د جولای میاشتي په ۶مه نیټه) په روغتون کې مړ شوی دی.

د «پاولوکالسینورا» ښاروال د نوموړې پيښي څخه په شوک کي لویدلی دی او ویلي یې دي: «زه په داسي یوه حالت کي یم لکه خوب چي وینم. زموږ ښار غواړي د کډوالو او مهاجرو پر مخ خلاص او پرانیستی وي.»

دغه نایجریايي د اتو میاشتو راهیسي په دغه سیمه کي اوسیده او په دې وروستیو وختونو کي د کاریتاز مرستندویه سازمان لخوا په یوه لیلیه کي ځای پر ځای سوی وو.

ایټالیا ته اوس د مدیترانې له لاري ډیر زیات مهاجرين ورځي او غواړي ځانونه اروپا ته ورسوي. یوازي د سږ کال په لومړۍ نیمايي کي تر ۷۰۰۰۰ اضافه مهاجر دې سیمې ته رسیدلي دي.