1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایټالیا کې د افغانستان د ویل چیر باسکتبال لوبغاړي وځلیدل

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱۰, شنبه

د افغانستان د معبوبینو د باسکتبال لوبډلې خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ایټالیا کې وکړه. د معیوبینو په بایسکلونو یا «ویل چیرونو» کې سپاره افغان لوبغاړي د ایټالیاوي لوبډلو پر وړاندې وځلیدل.

https://p.dw.com/p/1C9rx
Afghanistan - Rollstuhl Basketballmannschaft
انځور: AFP

افغان لوبغاړو د خپلو لوبو تر منځ وقفو کې د ایټالیا له سواحلو څخه هم لیدنه وکړه. دا د یو شمیر لوبغاړو له پاره لومړی ځل وو چې سمندر یې له نزدې څخه ولید.

د لوبغاړو په ډله کې یو هم ۳۱ کلن میرویس رحیمي دی چې وایي باسکتبال یې ژوند ته بدلون ورکړی دی. هغه روښانوي چې ډیر شمیر کسانو داسې فکر کاوه چې میرویس به و نه شي کولای د خپل معیوبیت له کبله کوم کار ترسره کړي. رحیمي وایي: «پخوا په رواني ناروغیو اخته وم. ما داسې فکر کاوه چې یو معیوبه انسان نه شي کولای چې کوم کار وکړي.»

میرویس د افغانستان د کورنیو جگړو پر مهال خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي دي. دغه دردوونکي پیښه د میرویس له پاره ۲۰ کاله مخکې کله چې هغه په خپل پلورنځي کې په کار اخته وو رامنځ ته شوه.

میرویس وایي: «کله چې ما ویل چیر باسکتبال [د معیوبینو په بایسکل کی باسکتبال] پیل کړ، نو زما د فکر طریقه او زما روحیات بدل شول [...] اوس زه ډیر ملگري لرم. موږ له یو بل سره خبرې کوو او پر خپلو گډو ستونزو غږیږو.» د میرویس په خبره اوس هغه ته د نورو له خوا په درناوي کتل کیږي.

د باسکتبال دغه لوبې د ایتالیاوي البریتو کایرو له خوا په لاره اچول شوي دي. دغه فیزوتراپیست له ۱۹۸۹ کال راهیسي په افغانستان کې له معیوبینو سره مرستې کوي. ۶۲ کلن کایرو د خپل کار له کبله د نوبل جایزې ته هم نومول شوی دی.

په افغانستان کې د ۳۰ کلنو جگړو له کبله تر دوه میلیونو پورې معیوب کسان ژوند کوي. ډیری کسان د ماینونو، لاسي بمونو او مرمیو له کبله معیوبه شوي دي خو پر دې سربیره فقر او ناکافي خواړه هم په افغانستان کې د معیوبیت نور لوی لاملونه بلل کیږي.

د افغانستان د معیوبینو د باسکتبال د لوبډلې امریکایي روزونکی جس مارکت، چې پخپله هم معیوب دی وایي: «په افغانستان کې معیوبین ډیر وخت له ټولنې لیرې ساتل کیږي. له هغوی څخه تمه کیږي چې په کور کې وي. ډوډۍ ورته ورکول کیږي او څوک ورڅخه د کوم کار تمه نه کوي.» مارکت وايي چې د باسکتبال د پروگرام له پیدیدو سره ډیرو معیوبینو د ځانونو له پاره کارونه موندلي دي.

د افغانستان لوبډلې تر اوسه پورې په ایټالیا کې یوازې یوه لوبه گټلې ده، خو د دې ډلې روزنکې وایي چې دغه سفر یې له لوبغاړو سره په راتلونکو لوبو کې ډیره مرسته کولای شي. مارکت هیله څرگنده کړه چې لوبډله به یې په ۲۰۱۶ کال کې د ریو په پارا المپیک لوبو کې گډون وکړي.

ډیر شمیر لوبغاړي اوس د کارونو صاحبان شوي دي.
ډیر شمیر لوبغاړي اوس د کارونو صاحبان شوي دي.انځور: AFP
افغان لوبډله د خبرو په حال کې
افغان لوبډله د خبرو په حال کېانځور: AFP
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب