1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایټالیا کې د مهاجرو نوم ثبتول څرنگه دي؟

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

د «نوم ثبتولو مرکزونه یا «هات سپاتس» باید د مهاجرو د هجوم په مقابل کې د پام وړ مرسته وکړي. په اوس وخت کې په ایټالیا کې د نوم ثبتولو درې مرکزونه موجود دي، خو د دغو مرکزونو فعالیت تر پوښتني لاندي دی.

https://p.dw.com/p/1I98J
انځور: Getty Images/AFP/S. Gallup

د نوم ثبتولو مرکز «تراپاني» له لوړو دیوالونو، سختو امنیتي تدابیرو او کلکو اوسپنیزو دیوالونو سره له دباندي څخه یوه زندان ته ورته بریښي.

د دغه مرکز مشر فرانچسکو پالرمو پاتیرا وایې چې له دغه مرکز څخه لومړی برداشت انسان تیرباسي. نوموړی زیاتوي چې دیوالونه او امنیتي تدابیر ځکه دلته دومره سخت دي چې د سیسلی ښار په څنډه کې د «تراپاني» پخوا یو زندان وو.

خو اوس پولیس او پوځ هڅه کوي چې کډوال ونه شي کولای په اسانۍ سره له دغه مرکز څخه ووزي. د موقتي استوگنې د دغو مرکزونو اصلي هدف د مهاجرو د گوتو نښان اخیستل دي، ځکه ډیري د دوی قانوني اسناد نه لري.

د دغه مرکز مشر هغي برخي ته اشاره کوي چې د گوتو نښان ثبتوي او وایې چې ډیر ژر به څو نوري برخي هم دلته فعاله کړای شي. هیڅ یو مهاجر نه شي کولای بې له دې چې خپل نوم ثبت او راجستر کړي له دې ځای څخه وتښتي. تر همدا وروستیو پوري به مهاجر د نوم ثبتولو مرکزونو ته په یوه دروازه ننوتل او له بلې څخه به بې له دې چې د گوتو نښان یې واخیستل شي وتلای شول.

پاتیرا وایې چې که چیري یو مهاجر نه غواړي د گوتو نښان یې واخیستل شي موږ هڅه کوو هغه قانع کړو. له همدې امله له مهاجرو څخه د ملاتړ اروپایې سازمان او د مهاجرو عالي کمیسارۍ کارکونکي دلته موجود دي او کډوالو په دې قانع کوي چې د خپل نوم ثبتول د دوی په گټه دی.

د نوموړي په خبره ټول هغه ۲۳۰۵ تنه مهاجر چې تیره میاشت دلته راغلي دي ثبت او راجستر شوي دي. همدارنگه داسې معلومیږي چې د اروپایې اتحادیې دویم شرط چې د دغې اتحادیې پر غړو هیوادونو د کډوالو د ویش مساله ده د تراپاني په مرکز کې عملي کیږي.

لئوپولدو فالکو، چې د دغې ادارې رئيس دی تائیدوي چې د کډوالو له دغه استوگځای یا مرکز څخه یو شمیر کډوال نورو اروپایې هیوادونو ته انتقال شوي دي. خو د نوموړي په خبره دا یوازې هغه کډوال ول چې د قبلیدو ښه چانس یې درلود.

مرسته رسونکي سازمانونه رپوټ ورکوي چې په دغو مرکزونو کې ډیري مهاجرو ته د دوی د حقونو په هکله آگاهی نه ورکول کیږي.

په سیسلي کې د گیراسوله، په نوم له مهاجرو سره د مرستې سازمان څخه سنتینا لمباردو وایې: «د کډوالو په دغه موقتي یا عاجل استوگنځای کې د پولیس یو مرکز موجود دی چې په هغه ځای کې د اقتصادي او هغو کډوالو چې د پناه غوښتنې شرايط پوره کوي تر منځ ډیر سطحي توپیر کیږي. دا معلومه نه ده چې دغه انتخاب د چا له خوا او په کومو ضمانتونو سره صورت نیسي دغه ځایوه ډیر د پوښتنې وړ دي.»