1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایټالیا کې د یوې بلې بیړۍ ډوبیدو ۲۷ تنه ووژل

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ مهر ۲۰, شنبه

د یوې اوونۍ په ترڅ کې د دویم ځل له پاره د غیر قانوني کډوالو یوه بیړۍ چې له افریقا څخه یې په قاچاقي توگه انسانان ایټالیا ته راوړل ډوبه شوې ده. په دغه پیښه کې ۲۲۱ تنه ژغورل شوي دي، خو ۲۷ تنه په اوبو کې ډوب شوي دي.

https://p.dw.com/p/19yR1
انځور: picture alliance / AP Photo

د ایټالیا د لمپېدوسا ټاپو په سویل ختیځ کې د مدیترانې په سمندرگي کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر یوولسمه) یوه بله بیړۍ په اوبو کې غرقه شوې ده. د رپوټونو په حواله په دغه پیښه کې ۲۲۱ تنه غیر قانوني پنا غوښتونکي ژغورل شوي او لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي دي. د ژغورلو په عملیاتو کې د ایټالیا او مالتا ساحلي ساتونکو برخه اخیستې ده. خو د دغه سیمې د پلټنو مسؤلیت د مالتا هیواد پر غاړه دی.

د ایټالیا د ساحلي ساتونکو ویاند مارکو دي میلا، د جمعې په ورځ وويل، چې له غرمې وروسته له یوی بیړۍ څخه د سټلایټ تیلفون له لارې دوی ته پیغام ورکړل شو، چې بیړۍ له خطر سره مخامخ ده. د هغه په وینا د سټلایټ تیلفون زیگنال د ژغورونکو سره د بیړۍ د دقیق ځای په موندلو کې مرسته وکړه.

د مالتا هیواد یوې الوتکې خبر ورکړ چې بیړی اوښتي ده او ډیر شمیر انسانان په اوبو کې دي. د مالتا هیواد د وسلوالو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د هوایي الوتکې څخه د کسانو د ژغورلو له پاره تختې ورورغورځول شوې او تر هغې وروسته یوه ژغورونکي بیړۍ هم دغه ځای ته ورسیده.

تر هغې وروسته څرخي الوتکو زخمیان د لمپېدوسا ټاپو ته رسولي دي. د اکتوبر د میاشتې پر دریمه نیټه لمپېدوسا ټاپو ته څیرمه یوه بیړې چې لیبیا څخه یې د ایټالیا پر لور حرکت کړی وو، هم دغه ځای ته څیرمه ډوبه شوې وه. په دغه بیړی کې ۵۰۰ تنه سپارل ول او له دغې جملې څخه یوازې ۱۵۵ تنه وژغورل شول.

د مالتا هیواد لومړي وزیر جوزف موسکات د وینا له مخې د جمعې د ورځې (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر یوولسمه) د بیړې ډوبیدنې په پیښه کې ۲۷ تنه وژل شوي دي، چې په دغه جمله کې درې تنه ماشومان هم شامل دي. هغه په دې اړه خبرداری ورکړی دی چې ښایي د قربانیانو شمیر زیات شي. د موسکات د وینا له مخې ۱۵۰ تنه د مالتا هیواد د بیړۍ له لوري ژغورل شوي دي.

د ایټالیې د سمندري ځواکونو قوماندان مارکو مکروني ویلي دي چې د ایټالیا د گزمه وهوونکو بیړیو له لوري نور ۶۵ تنه وژغورل شول او یوې بلې بیړې چې د کبانو ښکار یې کاوه نور ۱۵ تنه ژغورلي دي.

دغه پیښه په یوه داسې وخت کې رامنځ ته شوې ده چې د تیرې اوونۍ د بیړۍ د ډوبیدو په پایله کې د غرق شوو قربانیانو لټون لا ادامه لري. د جمعې تر ورځې د ۳۳۹ تنو مړي موندل شوي دي. د دغو کسانو مړینه د دې لامل شوه چې اروپایي ټولنه د داسی غمیزو د مخنیوي له پاره لا ډیرې هڅې وکړي. موسکات د مالتا هیواد په پلازمینه کې خبریالانو ته وویل: «موږ باید اجازه ور نه کړو چې د مدیتراني سمندرگی په یوه هدیره واوړي.»

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې د وینا له مخې یوازې په دې کال کې د ایټالیا سویل او مالتا هیواد ته ۳۲ زره انسانان راغلي دي، چې دوه پر دریمې برخې یې د پنا غوښتلیکونه وړاندې کړي دي.

زیاتره کډوال د افریقا له صحرا څخه راځي، خو سږ کال زیاتره کسان له سوریې او مصر څخه راغلي دي.