1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په باجوړ کې پاکستاني پوځ ديرش اسلامي وسله وال وژلي دي

۱۳۸۷ شهریور ۲۵, دوشنبه

dpa د افغاني چارواکو له قوله رپوټ راکوي، چې پاکستاني ځواکونو د يکشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته نږدې په شمال لويديزه قبايلي سيمه کې 30 تنه اسلامي اورپکي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/FIda
انځور: picture-alliance/dpa

رپوټ ليکي، پاکستانيو امنيتي ځواکونو د جنگي چورلکو، توپچي او جنگي جټ الوتکو په ملاتړ سره، د باجوړ قبايلي سيمې ته د ورتگ په لاره کې، په غرنيو سيمو کې د وسله والو پټنځايونه تر گذار لاندې نيولي. دا سيمې د القاعدې او طالبانو د فعاليتونو د اصلي ډگر په توگه مشهورې دي.

نظامي وياند جگړن مراد خان د آلمان خبري آژانس ته په ډاگه کړې چې، د امنيتي ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ ډزې ټوله ورځ روانې وې او د دوی ځمکنيو قطعاتو يوه زياته برخه هغه سيمه نيولې ده، کومه چې مخکې د اورپکو په لاس کې وه. د خزانې او نصير آباد کلي هم په نيول شوو سيمو کې شامل دي.

په دې عملياتو کې د اورپکو يو شمېر موضعگانې هم نړول شوې. جگړن مراد زياتوي: لږترلږه 30 تنه وسله وال له منځه وړل شوي او زيات شمېر نور په دې عملياتو کې ټپي شويدي او موږ به دې عملياتو ته تر هغه پورې دوام ورکوو، تر څو چې د ياغيانو ټولې هډې مو نه وي ورانې کړې.

نوموړي دا نه ده په ډاگه کړې، چې آيا دولتي ځواکونو ته هم کوم زيان آوښتی او که نه. خو د طالبانو يوه وياند مولوي عمر بيا خبر ورکړی، چې دوی د شېخ بابا د پله په علاقه کې د پاکستاني امنيتي ټولگيو پر يوه کاروان باندې حمله کړې، اوه تنه يې ترې مړه کړي او اوه تنه نور يې يرغمل نيولي دي.

هلته جگړه د آگست د مياشتې له پيل سره هغه وخت رامنځ ته شوه، کله چې يوې ډلې ياغيانو د لوی سم په سيمه کې د يوې غونډۍ پر سر باندې يوې تهاڼې کې ځای پر ځای شوو پاکستاني عسکرو باندې حمله وکوله، او دا هغه ځای دئ، چې مخکې وسله وال افغانستان کې پر بهرنيو ځواکونو باندې د حملې کولو په منظور پرې تېرېدل.

له 250000 تنو څخه زيات د باجوړ اوسېدونکي کډه شوي
له 250000 تنو څخه زيات د باجوړ اوسېدونکي کډه شويانځور: AP

روانو جگړو يو انساني ناورين هم منځ ته راوستلی او هغه دا چې، له 250000 تنو څخه زيات د باجوړ اوسېدونکي د صوبه سرحد ايالت ته کډه شوي، چېرته چې دولتي چارواک ورته د ورځنيو اړتياو د رسولو له لانجې سره لاس په گريوان دي.

په افغانستان کې پر بهرنيو ځواکونو باندې يرغلونو پر پاکستان باندې دا فشار زيات کړی، چې په خپله سيمه کې د وسله والو هډې ونړوي. امريکايي ځواکونو د لومړي ځل د پاره د سپتمبر د مياشتې په دريمه نېټه د پاکستان د ننه پر اورپکو باندې حمله وکوله.

پاکستان پر خپلو پولو باندې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له تېري څخه همواره شکايت کړی دئ او کوي يې، د هغه هېواد د پوځ قوماندان ويلي: د هېواد له خپلواکۍ او ځمکني بشپړتوب څخه به، ولو که په هره بېه هم وي، ساتنه کوي.

د نړيوال تروريزم پر ضد د امريکې پياوړي ملگري انگلستان، له پولو نه اخوا د امريکې له عملياتو څخه پلوي نه ده کړې او وايي چې پر نړيوالو ځواکونو باندې له بيرون څخه د طالبانو د حملو په منظور ښايي نوې ستراتيژي طرح شي.

د پاکستان نوی ملکي اولسمشر آصف علي زرداري پرون د يکشنبې په ورځ د غير رسمي کتنې په موخه د لويې برطانيې پلازمېنې لندن ته رسېدلی، چېرته به چې د هغه ځای له لومړي وزير گوردون براون سره سبا د سه شنبې په ورځ گوري.

دا گمان کيږي، چې زرداري به د انگلستان پر لومړي وزير گوردون براون باندې دا زور اچوي، چې پر قبايلي سيمو باندې د امريکې د حملو پر ضد ودريږي.

د انگلستان لومړي وزير د دې اونۍ په سر کې وويل، چې دی او د امريکې د متحده ايالتونو مشر جارج بوش به د پنجشنبې په ورځ، يوه وډيويي کانفرانس کې، په افغانستان کې د ناتو او امريکايي ځواکونو د عملياتو پر موضوع باندې خبرې اترې سره کوي.