1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بادغيس کي د طالبانو مرستيال والي وژل سوی، په غور کي د طالبانو تر منځ جګړه روانه ده

۱۳۸۹ مهر ۱۸, یکشنبه

د بادغيس د امنيت آمرسمونوال عبدالجبار په ټلفون سره د هغه ولايت دپاره د طالبانو له خوا د نومول سوي مرستيال والي مولوي جمال الدين د وژني خبر ورکړی.

https://p.dw.com/p/PaUg
انځور: AP

د امنيت امر په خبره د بادغيس ولايت د مقر ولوسوالۍ د عمر زيو په سيمه کي د شنبې په ورځ د ملي اوردو او ايساف ځواکونو د ګډوعملياتو په ترځ کي مولوي جمالدين د ۳نوروطالب ملګروسره ووژل.

هغه وايي مولوي جماالدين په بادغيس کي د ګڼه تروريستي بريدونو ترتيبونکی او د طالبانو په تشکيل کي د مرستيال والي دنده لرله.

تردې پيښي دوې ورځي دمخه ايساف ځواکونو په دغه ولايت کي د بل طالب مشر او د هغوی په تشکيل کي د بادغيس د والي مولوي اسمعيل د وژني حال هم ورکړی.

بله خوا د بادغيس د ګاونډ، غورولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سونوال عبدالرشيد وايي چي، د هغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کي د څوورځوراپه ديخوا د طالبانو د دو وسله والو ډلو ترمنځ نښته روانه ده.

رشيد وايي چي د هغوی د مرګ ژوبلي په اړه خبر نه لري خو د ۳ تنو ملکيانو وژنه تر اوسه تايدوي.

هغه وايي « د څلورورځو راهيسي په شهرک ولسوالۍ کي د ملا مصطفي او د يوه بل طالب قوماندان ترمنځ جګړه پيل سوې خلک له کورنو په تېښته دي.۱۰کورونو ته اور اچول سوی»

طالبانو دغه خبر تر اوسه پوري نه دی منلی. خو په فراه ولايت کي يې د شنبې د ورځي د ۴ تنو ايټالوي سرتيرو د وژلو کار د خپلو ملگرو بللی.

دغه پېښه د شنبې په ورځ د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کي د سړک د غاړي د مين له کبله رامنځ ته سوه.

چي په غرب زون کي د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کي تاييد کړې چي څلور سرتيري يې وژل سوي او يو بل تن ټپي دی.

ايټاليا په افغانستان کي شاوخوا ۳۵۰۰ سرتيري لري چي پر هرات سر بيره چي د ولايتي بيا رغوني د ټيم مشري په غاړه لري په فراه اوکابل کي هم د ايساف په چوکاټ کي دنده پر مخ بيايي.

دا په افغانستان کي د ايټالوي ځواکونو د پاره تر ټولو خونړۍ پېښه ول.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل