1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بادغيس کي يو ايرانی په اعدام محکوم سوی دئ

شريف شرفيار/ هرات۱۳۹۱ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

په بادغیس کې د ایران یو وګړی په اعدام محکوم شو. دغه کس يوه میاشت دمخه د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په سنګ اتش سیمه کې پولیسو نیولی وو. سنګ اتش د بادغیس په یوه ناامنه سیمه ده.

https://p.dw.com/p/17vW3
Europäischer Gerichtshof weist Klagen von Bodenreformopfern zurück Der Hammer eines Richters liegt am Mittwoch (30.03.2005) in einem Gerichtssaal im Europäischen Gericht für Menschenrechte in Straßburg. Die Bundesrepublik muss Opfer der Bodenreform in Ostdeutschland nicht höher entschädigen. Das geht aus einem Urteil des Europäischen Gerichtshofs für Menschenrechte in Straßburg hervor, das am Mittwoch verkündet wurde. Foto: Ronald Wittek +++(c) dpa - Bildfunk+++
Symbolbild Hammer im Gerichtssaalانځور: picture-alliance/ dpa

د بادغیس ولایت ښهري محکمې یوه ایراني وګړي ته د اعدام سزاواوروله، ویل کيږي چي دغه تن افغانستان ته له قانوني سنادو پرته راغلی وو او د جاسوسۍ اسناد ورسره نیول شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند سید شراف الدین مجیدي، په يوه تليفوني تماس کي دویچه ویله ته وویل: «له متهم سره پولیسو د جرم کره اسناد نیولي دي په تحقیقاتو کې یې هم پر جرم باندي اعتراف کړی دی»

د هغه په خبره محمد محمدي چي د پلار نوم یې علی دی، د ایران د اسلامي جمهوریت تابعت لري او یوه میاشت وړاندي د بادغیس ولايت په سنګ اتش سیمه کي نيول شوی وو.

مجيدي زياته کړه له نيول شوي کس سره د جاسوسۍ وسایل تليفون او نوراسناد پولیسو ته په لاس ورغلي دي: «دغه کس ته تیره ورځ په لومړنۍ محکمه کې د څارنوال له صورت دعوا او مدافع وکیل تر دفاعیه اوریدو وروسته قاضي د اعدام حکوم واوراوه.»

مجیدي وايي متهم د پریکړې پر وخت حاضر وو، مدافع وکیل یې هم لاره خو دا چي څارنوال یې په اړوند د جرم کره شواهد او اسناد وړاندي کړل دفاعیه یې کمزورې وه.

د والي ویاند تشریح نه کړه چي څه ډول جاسوي یې کوله، خو ویویل د تحقیق پر مهال زیاتی نه دی ورسره سوی. د افغانستان د قانون له مخي دغه کس په دوو نورو محکمو کي هم له ځانه د دفاع حق لري.

د راپورونو پر اساس د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ سنګ اتش سيمه تر ډيره ځايه د طالبانو په لاس کي ده.

د حقوقي چارو يو شمېر افغان کار پوهان د اعدام دغه پریکړه مناسبه بولي او استدلال کوي چي هر بهرنی وګړی چي یوه هیواد ته په ناقانونه بڼه داخل او د ملی امنیت له پاره یې د خرابۍ هڅي وکړي له ورته برخلیک سره مخامخ کیږي.

په هرات کې د سیاسی او حقوقی چار یوکار پوه استاد عین الدین جلال وايي: «په افغانستان کې د ایران لاس وهنه په بیلابیلو برخو کې د لمر په شان روښانه ده، خو یو شمیر افغان مامورین یې پر حقیقت سترګې پټوي. په ایران کې په زرو افغانان همدا اوس د زندان د تمبو شاته د اعدام انتظار کاږي.»

دا لومړی ځل دی چي په افغانستان کې یوه بهرنی وګړی ته د لومړنۍ محکمې له خواه د جاسوسۍ په تور د اعدام حکوم اورول کيږي. د دغې پریکړي په اړوند په افغانستان کي د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت له خوا کوم غبرګون نه دی ښوول سوی دی، او نه يې هم رسنيو ته څه ويلي دي.