1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بادغیس کې د سیلابونو له امله ځاني او مالي تاوانونه

۱۳۹۵ فروردین ۲۹, یکشنبه

د درنو سیلابونو د راوتلو له امله په بادغیس ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، سلګونه څاروي تلف شوې، استوګنیز کورونه نړیدلې او یو زیات شمیر کرهنیزي ځمکې تخریب شوې

https://p.dw.com/p/1IXIl
انځور: DW/A. Mutmaien

د بادغیس امنیه قومندان جنرال عبدالروف تاج نن المان غږ دویچه ویله پښتو څانګي سره د خبرو پر مهال وویل چې دا سیلابونه د تیرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې راوتلې چې له امله یې د ځاني زیانونو ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي.

د امنیه قومندان جنرال عبدالروف تاج په خبره: جوند، آبکمري او مقر د هغه ولسوالیو څخه بلل کیږې چې پکې ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړې او د یو شمیر کورنیو ژوند لاهم ګواښل کیږې.

امنیه قومندان وايي، دوې ته را رسیدلې ریپوټونه تر اوسه ښې ۸ تنه په جوند کې مړه شوې، د یوې ښځي یو نارینه او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه په آبکمري او همداشان په مقر ولسوالۍ کې یو فلانکوچ موټر اوبو ته لویدیلې او ۱۳ تنه په هغه موټر کې مړه شوې.د امنیه قومندان په خبره: په بالامرغاب کې تر سلو زیات څاروي له مینځه تللې او همداشان یوشمیر استوګنیز کورونه نړیدلي او زیاتي کرهنیزي ځمکې د سلابونو د تخریب سره مخامخ شوې.

امنیه قومندان وايي، احتمال شته چې د انساني تلفاتو شمیر تر دې هم زیات شې دا ځکه چې تر اوسه دوې ته دغه ریپوټونه رارسیدلې چې د ۲۵ تنو د مړیني څرګندونه کوي.

باید وویل شې چې د تیرې یوې اونۍ را په دې خواه د بادغیس په ولایت کې درانه بارانونه اورې چې له امله یې سیلابونه هم را وتلې او ګن شمیر ځاني او مالي زیانونه یې اړوې.

Afghanistan Badghis-Provinz Überschwemmungen Rettungskräfte Roter Halbmond
انځور: DW/A. Mutmaien