1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بادغیس کې ۸ تنه پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

عتيق الله اڅکزی۱۳۹۴ بهمن ۸, پنجشنبه

د بادغیس ولایت چارواکي وايي چې تیره شپه ۸ تنه ملي پولیس د جګړي د لومړۍ کرښي څخه له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Hl8i
انځور: picture-alliance/dpa

د بادغیس ولایت مرستیال والي فیض محمد میرزا زاده، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنوري ۲۸مه) له دويچه ويله پښتو سره د خبرو پر مهال وویل چې دغو پولیسو خپلي ټولي وسلې چې پکښې راکټ، ماشیندار، هاوان، کلاشینکوفونه او توپانچې هم شاملې وې له ځانه سره طالبانو ته سپارلي دي.

هغه وويل: «د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازو سيمه کې زموږ لومړی کمربند چې د ملي پولیسو له خواه اداره کیدې او د لومړۍ کرښي پوسته او مورچل مو وو، تیره شپه د خپلو ټولو وسلو سره يې ټول پوليس (۸ تنه) له طالبانو سره یوځای شوي دي.»

د بادغیس ولایت مرستیال وويل چې دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې ولي پوليس طالبانو ته تسلیم شوي دي او په اړه يې پلټني پیل شوي دي.

دا چې ولي کله نا کله په بادغیس کې پوليس وسله والو طالبانو ته تسلیميږي؟ د یاد ولایت مدني فعال عبدالله خردمند، يې علت له یوې خوا هلته د پولیسو نه اکمالات ښيي او له بلي خوا د جگړې فشار بولي: «بالامرغاب یوه ناارامه ولسوالي ده. هلته پولس تر ډیره له خپلو امنیتي پوستو څخه نه را وځي ډیر وخت داسي شوي چې په یاده غرنۍ ولسوالۍ کې پر پولیسو سخته جګړه روانه وې او ملاتړ ته يې څوک نه رسیږې. همدا دلیل دی چې یا پولیس طالبانو ته تسلیمیږې یا ورسره جوړجاړی کوې چې نه به دوی پر هغو بریدونه کوې او نه به هم هغوې پر دوی، او نه به هم پولیس دطالبانو د فعالیت مخه نسې.»

بالامرغاب د بادغیس ولایت هغه ولسوالۍ ده چې له ۱۴ کلونو راهيسي د طالبانو او افغان ځواکونو د سختو بریدونو او وسله والو نښتو مرکز وو.

د یادي لوی ولسوالۍ ځمکنۍ لار چې د مرکز قلعه نو سره ۱۵۰ کیلومتره واټن لري، له ۱۳ کلونو راهيسي پر بهرنیو او کورنیو ځواکونو تړلې ده او د ولسوالۍ ټول اکمالات د هوا له لاري کيږي.