1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بالکان کي سېلابونو په زرونو انسانان بې کوره کړي

مارينا مارتينوويچ / محمد قاسم نوري۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

د بالقان سیلابونو په لسونو انسانان د مرگ کندي ته غورځولي او په زرونو نور یې بېړنيو سرپناوو ته په پناه وړلو مجبوره کړي دي. خو دغه سخت طبیعي آفت ډیر خلگ سره نژدې کړي او دوی یو له بل سره مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/1C202
انځور: picture-alliance/AA

د سیلابونو او مځکي ښوویدلو بیره اوس هم د حَسنا حُسینوویچ له زړه څخه نه ده وتلې. دغه ۵۳ کلنه وایي: «موږ ولیدل چي مځکي څه ډول حرکت کاوه. او بیا مو یو همسایه ډوب سو. کانکرېټ او ډامبر په ماتیدلو شروع وکړه او له مځکي څخه اوبه راووتلې.» دا اضافه کوي: «ښځو کتل، چي څنگه د بوسنیا پایتخت ته نژدې د سوراکه په کلي کي اته کورونه سیلاب له ځانه سره یووړل. دوی ډیري بیریدلي وې.»

حَسنا حُسينوويچ يوه د هغو زرونو انسانانو څخه ده چي خپل کور يې له لاسه ورکړی دی. نوموړې وايي: «ما هم نه غوښتل چي د خپل کور څخه راووزم. خو زما زوی راباندي نارې ووهلې، چي که ونه تښتې، نو ټوله به مړه سي. بیا نو موږ ټوله له کورو څخه وتښتیدلو. زه لا لس متره نه وم تللې، چي یو ږغ مي واورید. ما ولیدل، چي کور مو ونړیدی او چپه سو. ما په یو ډول نه یو ډول وکولای سول، چي له کوره راووزم.»

په لسونو قربانيان

حُسینوویچ طالعمنه وه چي ژوندۍ پاته سوه، خو يو شمېر نورو بوسنیایانو داسي طالع نه درلوده. تر اوسه پوري لا د قربانیانو رسمي ارقام ورکول سوي نه دي، خو هغه به لږ تر لږه ۳۰ تنه وي. د بوسنیا هیرڅوگوینا په ختيځ دوبیا ښار کي هم په سیلابونو کي ۲۰ تنه وژل سوي دي. د نورو ناحیو او ښارو څخه هم د مرگ ژوبلو رپوټونه رسیدلې دي. سربیره پردې بیا هم ډیری کسان نه غواړي له خپلو کورونو څخه ووزي. دوی لوړو منزلو او یا بامو ته ختلي دي.

هغه کسان چي د خپلو کورو څخه وتلو ته مجبوره سوي دي، لکه حُسینوویچ، اوس په عاجلو سرپناوو کی ژوند کوي. پر هغوی باندي خوراکي مواد او کالي ویشل کیږي. د اجتماعي شبکو، لکه انټرنیت له لاري اوس هغوی خپل معلومات سره تبادله کوي، چي تر ټولو عاجل څه شي ته ضرورت لري.

چارواکو د طبیعي آفت زنګ وهلی دی او له روپایي ټولنې څخه هم د مرستو غوښتنه سوې ده. تر اوسه پوري یوازي د همسایه هیواد کروشیا څخه کومکونه ور رسېدلي دي. دغه شان یوه طبیعی آفت ته د بالکان دغه کوچني هیواد هیڅ تیاری نه ؤ نیولی. که څه هم څو واره سیلابونه راغلي دي، خو د دغې پیړۍ تر ټولو سخت دغه ډول سیلاب ته هیچا امادگي نه وه نیولې.

Balkan Überschwemmungen Serbien
انځور: picture-alliance/dpa

د ناورين پراختيا لا معلومه نه ده

خصوصأ د هیواد ختيځي برخي، لکه د سینیچاد ښار شاوخوا او د صربستان سره سرحدي سیمي، د سیلابونو او مځکي ښویدني څخه ډیري متضرري سوي دي.

د بوسنیا هیرڅوگوینا همسایه هیواد، صربستان هم سيلابونو سخت اغېزمن کړی دی. هلته هم د سیلابونو له کبله خلگ وژل سوي او ډیری سیمی تر اوبو لاندي دي. صربي مقامات د یوه داسي آفت څخه خبري کوي، چي وسعت یې لا معلوم نه دی.

دغه سخت طبیعی آفت ته په کتلو سره ډیر خلگ سره نژدې سوي او یو له بل سره مرسته سره کوي. یو تن کتاب خرڅونکی چي مصطفی پاسالیچ نومیږي او د ۴۰ کالو راهیسي په دغه کور کي اوسیږي، خپلو همسایه گانو ته یې په هغه کي د شپې ځای ورکړی دی. خو ده پخپله خپل کتابونه د لاسه ورکړي دي او د هغه له کبله ډیر خوابدی دی.

تر اوسه پوري لا د خطر د له منځه تلو خبر نه دی ورکول سوی. ځکه چي کیدلای سي، بیا هم مځکه وښویږي. خاصتأ د گراچېنیچا د شاوخوا اوسیدونکي بیره لري، چي د مُودرچ د رود بند به یې مات سي. چارواکو د دغي سیمي د شاوخوا ټولو اوسیدونکو څخه غوښتي دي ، چي له پوره احتیاط څخه کار واخلي. دا هم په داسي حال کي ده چي اوس د دې امیدواري رامنځته سوې ده، چي هوا به بیرته ښه سي.