1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په باميانو کي يوه ستره مجسمه موندل سوې ده

۱۳۸۷ آبان ۲۰, دوشنبه

اوه کاله وروسته له هغه چي د بودا دوې 1500 کلني زړې مجسمې د طالب واکمنانوپه دې نامه چي ګواکي هغه د دوی له اسلامي عقیدې سره نه جوړیږي، والوزولې

https://p.dw.com/p/FquT
د نړۍ د ترټولو لويي مجسمې خالي ځای چي د طالبانو په وخت کي والوزول سوې
د نړۍ د ترټولو لويي مجسمې خالي ځای چي د طالبانو په وخت کي والوزول سوېانځور: AP

اوس یوه فرانسوي- افغان ټیم د بودا یوه نولس متره اوږده پرته مجسمه هلته پيداکړې. دا خبره چي د بودا دریمه مجسمه د طالبانو له قهر اوغوسې څخه ژغورل سوي پاته سوې ده، د افغانستان په دغه طبیعي ښکلې دره کي، چي مغاريې د ویجاړو سوو مجسمو کور ؤ او د افغانستان د پخواني اوسني پسمنظر یادون دی، پراخ سور اوځوګ راوپاراوه.

فیاض د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:« دا یوه ډیره خوښي بښونکې شېبه وه، زموږ د ټولو لپاره. رښتیا هم چي زموږ د کلونو زیارنتیجه ورکړه.»

هغه تیم چي مشري يې په فرانسه کي د اوسیدونکي افغان لرغون پیژندونکي زمریالي طرزي، په غاړه ده، په داسي حال کي د بودا دغه پرته مجسمه ومیندله چي هغوی اصلاً د اوومي پیړۍ د یو چینايي راهب سوان ژانګ، د وینا له مخه د بودا پر درې سوه متري څنګ باندي تکیه سوې مجسمې پسي لټون کاوه.

لرغون پیژندونکی، طرزی آن دیرش کاله د مخه خپله لټنه پیل کړې وه. خو د لسیزو جګړو او د1996 تر2001 کال پوري د طالبانو د واکمنۍ مودې، د دغو لټونو مخه ونیوله. د2001 کال په مارچ کي د بامیانو بوداګان والوزول سول،چي تر هغه پوري په نړۍ کي د بودا تر ټولو ستري ولاړي مجسمې وې.

وروسته له هغه چي د طالبانو واکمني د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د یو نړیوال ځواک له خوا نسکوره سوه، طرزی او د هغه ټیم ډیر ژر بیرته افغانستان ته ستون سو.

هغه څه چي دوی سږکال د سپتمبر په میاشت کي ومیندل ، د بودا د یوې پخوانۍ نه پیژندل سوي مجسمې برخي وې، چي په هغوی کي د هغه غټه ګوته، پنجې، د هغه د مټ او بدن برخي او هغه یو تخت چي بودا پرې څملول سوی ؤ، شامل دي.

په بامیانوکي د یادګارونو او لرغونو ځایونو مدیر، عبدالحمید جلیا، د نولس متره بودا په ټاټوبي کي د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:« په لومړي سر کي هغوی د ښنګري یوه برخه ومیندله، خو هغوی ډاډه نه ؤ چي هغه څه دي. خوکله چي هغوی ډیر زیاته برخه يې ومیندله ، ښاغلي فیاض له ډیري خوشحالۍ چیغه وکړه او له دفتر څخه ووت ترڅو طرزی پیدا کړي.»

فیاض وویل، د پرتې مجسمې سر او نوري برخي ویجاړي سوي دي، ښايي د عربي لښکر کشیو په وخت کي په نهمه پیړۍ کي. فیاض یادونه وکړه:« موږ ټوله مجسمه نه ده میندلې، خو داسي ښکاري چي هغه نولس متره اوږده وي.»

اوس پر دغه ځای باندی خاوري اړول سوي ترڅو د افغانستان د سخت ژمي او د لرغونو آثارو د لوټ مارانو څخه د بودا دغه مجسمه خوندي پاته سي. طرزي د فرانس پرس خبري آژانس ته په یوه بریښنا لیک ويلي دي چي دی او د هغه فرانسوی ټیم به په راتلونکي اوړي کي دغه مجسمه راوباسي.

د ملګرو ملتو د یونسکو ادارې په 2003 کال کي بامیان د لرغونتوب له امله د نړیوال میراث د ټاټوبي په توګه اعلان کړی دی.