1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بحرين کي يوه فعاله په درې کاله بند محکومه سوه

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۱۴, جمعه

د بحرين يوه وبلاگ ليکونکې زينب الخواجه، چي په دغه هيواد کي د دموکراسۍ يوه فعاله ده د پاچا د عکس په څيري کولو سره په درو کالو بند محکومه سوې ده. هغه د يوه سياسي بندي لور ده.

https://p.dw.com/p/1Dzd6
انځور: AP

د بحرين د پاچهي حکومت ټول هغه کسان چي د دوی پرضد وي له مخه ليري کوي. د دغه هيواد يوې محکمې اوس د ديموکراسۍ يوه فعاله او مشهوره وبلاگ ليکونکې زينب الخواجه د پاچا د عکس د څيرلو په خاطر په درې کاله بند محکومه کړې ده.

هغه دغه راز پاچا ته د توهين په خاطر ۶۵۰۰ يورو نقدي جريمه سوې هم ده. د بخښني نړيوال سازمان د بحرين د محکمې پر دغه حکم باندي اعتراض کړی دی.

دغه سازمان پر مېرمن الخواجه، باندي د ټولو صادر سوو احکامو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده. د بخښني نړيوال سازمان دغه راز ويلي دي که پر الخواجه باندي حکم پلي سي دا به د بحرين د «سياسي بنديانو» په برخه کي وشمېرل سي.

د بشري حقونو د مدافعانو په خبره، پر دغي فعالي باندي چي څو اوونۍ دمخه مور سوې ده، د پوليسو و يو مامور ته د توهين په تور به هم محاکمه سي.

زينب الخواجه، د بحرين د اپوزيسيون د يوه مشهور سياسي بندي عبدالهادي الخواجه لور ده. عبدالهادي الخواجه په بحرين کي په عمري بند محکوم سوی دئ.

تيره مياشت د عبدالهادي مشره لور مريم الخواجه پر يوې ښځينه پوليسي باندي د حملې په تور په يوه کال بند محکومه سوه.

زينب او پلار ئې عبدالهادي الخواجه په ۲۰۱۱م کال کي د عربي پسرلي په مهال په بحرين کي د سياسي اصلاحاتو غوښتونکي سوي ول. دوی د بحرين د حکومت پرضد په اعتراضونو کي ونډه لرله.