1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بدخشان کي په مړو يا ژوندو پسي لټون پيل سو

عبدالباري حکيم/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د بدخشان د خلکو تر فشار او ټینگار وروسته د حکومت د تصميم پر خلاف په آب باريک کلي کي تر خټو او ډبرو لاندي شوو کسانو پسي لټون له سره پيل شو. د قربانيانو کورنۍ غواړي چي د خپلو کورنيو غړي پخپله ښخ کړي.

https://p.dw.com/p/1BuLF
انځور: picture-alliance/dpa

په بدخشان کي د تيري جمعي په ورځ تر سختو بارانونو وروسته د غره لمني له ښويدو سره د نزدې۱۰۰۰ کورنيو د غړو يو پر دريمه برخه تر ډبرو او خاورو لاندي او ورک شول او فکر کيږي چي ټول به وژل شوي وي.

د بدخشان د والي مرستيال، گل احمد بيدار نن وويل: «د خلکو له غوښتني سره سم موږ تصميم ونيو چي د لټون عمليات له سره پيل کو، څو د هغوی د کورنيو د غړو اجساد پيدا او لږ تر لږه له هغوی سره وروستی ديدن وشي او بيا بيرته ښخ کړل شي.»

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال، کريم خليلي د شنبې په ورځ وويل چي د لټون عمليات يي ودرول، ځکه ټول ورک شوي خلک تر خټو لاندي ښخ شوي دي. خليلي د آب باريک کلی د يوه ډله ييز قبر په توگه اعلان کړ.

خو بيدار د آلمان خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل: «کليوالو دا خبره ونه منله او د خپلو کورنيو د غړو اجساد غواړي، څو خپله يي ښخ کړي.» د والي مرستيال يادونه وکړه: «په همدي وجه موږ ۴۰۰ کارگران استخدام کړل، څو تر۵۰۰ مترو لاندي اجساد راوباسو.» هغه يادونه وکړه چي «دا کار ښايي يوه اووني وخت ونيسي.»

اټکل کيږي چي په دغه طبعي ناورين کي د ۲۰۰۰ تر ۲۱۰۰ کسانو پوري خلک تر خټو ډبرو او خاورو لاندي شوي وي. د چارواکو د وينا له مخي تر اوسه پوري د درو سوو کسانو مړي را ايستل شوي او هويت يې تثبيت شوی دی. ويل شوي دي چي د ځمکي د ښويدو له امله ۷۰۰ کورنۍ اغېزمني شوي او اوس د مصېبت ځپلي کلي په شا و خوا سيمه کي تر شنه آسمان لاندي ژوند کوي.

حکومت، نړيوالو مرستنديو سازمانونو، سوداگرو او سياستوالو له مصېبت ځپلو سره مرستي کړي دي. سر بيره پر دي ځينو بهرنيو هيوادونو هم د مرستو ژمنه کړې ده.

د بدخشان د والي وياند، نويد فروتن وويل: «موږ ځيني اړيني مرستي د دوشنبې په ورځ له تاجکستان او عربي اماراتو څخه تر لاسه کړې.» هغه وويل دغه راز پاکستان او ترکيې هم له قربانيانو سره د مرستو وعدې کړي دي.

فروتن دا هم وويل چي د دوشنبې په ورځ له نوموړي کلي څخه د ليدني کتني پر مهال ولسمشرۍ ته کانديد اشرف غني ۶۰۰ زره افغاني مرسته کړې او تر دې مخکي د ولسمشر لومړي مرستيال يونس قانوني او دوهم مرستيال، کريم خليلي د حکومت په استازيتوب ۴۰ ميليونه افغانۍ د بدخشان ولايت ته ورکړې، څو له مصېبت ځپلو سره مرسته وشي.

د بدخشان ولايت له پيښو سره د مبارزي ادارې يوه چارواکي هغه راپورونه رد کړل چي د اړينو موادو کمبود ليدل کيږي. محمد آصف وويل: «دلته کافي مواد موجود دي. موږ تر هغه چي تمه مو لرله زياتي مرستي تر لاسه کړي دي. په دغو موادو کي، وچه ډوډۍ، اوړه، د څښاک اوبه، شيدې، درمل، تاوده کالي، خېمې او موقتي سرپناوي شاملي دي. موږ دغه مواد هره ورځ مصېبت ځپلو ته ليږدو.»

محمد آصف دا هم وويل چي د گاونډيو کليو خلک چي د ځمکي له ښويدو څخه اغېزمن شوي هم راځي، څو ځيني دغه مواد تر لاسه کړي: «خو اوس موږ د مصېبت ځپلو او نه ځپلو تر منځ توپير کوو.»

د بدخشان د والي مرستيال، گل احمد بيدار وويل چي حکومت پلان لري په۱۶۰ جريبه ځمکه کې د مصېبت ځپلو او بي کوره شوو خلکو له پاره کورونه جوړ کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب