1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په بدخشان کې امنيتي وضعيت په کنترول کې دی»

عبدالباري حکیم۱۳۹۴ فروردین ۲۴, دوشنبه

د بدخشان امنيې قومندانۍ د افغان رسنيو هغه رپوټونه نه مني چې گويا د تيري اوونۍ په نښتو کې يو شمير افغان سرتيري يرغمل شوي او له «څلور تنو څخه سرونه پرې شوي دي.» خو وايي چې سخته جگړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1F6oX
انځور: picture-alliance/dpa

د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ سر پرست، ډگروال سخي داد حيدري د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د اپريل ۱۳) له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چې د جمعې په ورځ د فيض آباد په ۷۰ کيلومترۍ جرم ولسوالي کې د امنيتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ چې د «بهرنيو وسله والو ملاتړ ور سره وه»، نښتي وشوې، چې دواړو خواوو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

خو حيدري د افغانستان د رسنيو هغه رپوټونه رکړل چې گويا په دغو نښتو کې د ملي اردو سرتيري يرغمل شوي دي. او له څلور تنو څخه سرونه پرې شوي دي: «موږ تاسو ته د خپلو سترگو ليدلی حال بيانوو. مرگ ژوبلي مو درلودې، خو داسي څه نه دي پيښ شوي، لکه خبرونه چې يې خپاره شوي دي.»

ډگروال حيدري زياته کړه: «د ملي امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتي وشوې. دغه نښتي د بلي ورځې تر درو بجو پوري دوام وکړ. په دغو نښتو کې د ياغيانو ۲۲ تنه ووژل شول چې په هغو کې اته تنه ېې بهرنيان ول چې د تاجکستان او قزاقستان تابيعت يې لاره. شپږ تنه نور ټپيان شوي دي. زموږ شپږ تنه وژل شوي او ۹ تنه ټپيان لرو.»

تر دې دمخه د افغانستان کورنيو رسينو د نا معلومو پوځي سرچينو په حواله رپوټ ورکړی وو چې طالب ياغيانو د جرم په نښتو کې د ملي پوځ «۱۴عسکر يرغمل کړي دي او له څلور تنو څخه سرونه پرې کړي دي.»

د بدخشان امنيې قوماندان وويل چې د هوا له تويدو سره ياغيان هڅه کوي چې د دغه ولايت پر سرحدي پوستو باندي بريدونه وکړي: «هوا توده شوې. په غرونو کې واوري ويلي شوي دي. د دښمن بريدونه زيات شوي دي. هغه سيمي چې له تاجکستان او پاکستان سره گډه پوله لري، په لومړي قدم کې د دښمن تر بريدونو لاندي راځي.»

ډگروال حيدري وويل، کوم عمليات چې ياغيانو تيره اونۍ پيل کړل، هغه هم د بهرنيو اتباعو په مرسته ول: «دغه عمليات چې دوی وکړل، په هغو کې ۵۶ تنه بهرني اتباع شامل ول. په دغو غرنيو سيمو کې د دښمن فعاليتونه پراخ شوي دي.»

د بدخشان په شمول د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې امنيتي وضعيت د اندېښني وړ دی. د هوا په تويديو سره طالب ياغيانو خپلي حملې پراخي کړي دي.

د ملگرو ملتو د يوه نوي رپوټ له مخې چې پرون په کابل کې خپور شوی دی، په تيريو درو ميلادي مياشتو کې په وسله والو نښتو کې د ملکي خلکو په مينځ کې مرگ ژوبلي زياتي شوي دي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتو نمايندگي «يوناما» وويل چې د نوي ميلادي کال له پيل سره د ځمکنيو نښتو په اړوندو زورزياتيو کې په ملکي مرگ ژوبلو کې اته سلنه ډېرښت راغلی دی.

يوناما، وويل چې دغه نوې څېړنه ښيي چې له افغانستان څخه د ناتو د جنگي سرتيرو له وتلو سره په تيرو درو مياشتو کې د ياغيانو فعاليتونه او خوځښتونه پراخ شوي دي.

د يوناما د رپوټ له مخي: «د نوي ميلادي کال له پيل راهيسي په ټوليزه توگه ۱۳۶ ولسي وگړي وژل شوي او ۳۸۵ نور ټپيان شوي دي.»