1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بديو کې د نجونو ورکړه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۷, جمعه

دغه ستونزه له ډیرو کلونو راهيسې زموږ په ټولنه کې سابقه لری او که څه هم اوس د پخوا په پرتله یو څه کمه شوې خو بیا هم دغه ستونزه د ښځو په وړاندی پرته ده .

https://p.dw.com/p/NFAk
په بديو کې د نجونو ورکړه په اسلام کې اساس نه لري
په بديو کې د نجونو ورکړه په اسلام کې اساس نه لريانځور: Ingrid Meyerhöfer

دا داسی يو دود دی چې په اسلام کې هم اساس نه لری خو یو شمیر خلکو د دې په خاطر چې په بديو کې د دواړو ښکېلو ډلو ترمنځ روغه جوړه راشي او دښمنی یې پای ته ورسیږي، نو بیا په کې نجونی یو بل ته ورکوي، ترڅو د ښمني په خپلوي بدله شي.

ودونه په اصل کې د خوشحالۍ او مينې استازيتوب کوي
ودونه په اصل کې د خوشحالۍ او مينې استازيتوب کويانځور: DW

د ګل محمد زوی زړور یو بدعمله هلک دی او د خپلی لوچکۍ او لوفرۍ په جریان کې تری مړی کیږی. په دې برخه کې اورېدلی شۍ چې د کلي سپین ږیری او مشران د دوو کورنیو ترمنځ روغه جوړه په کومو شرطونو راوړی.