1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برازیل کې د گوگل د مشر د نیولو امر صادر شو

۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبه

یوې محکمې په برازیل کې د ګوګل د ویبپاڼې د رئیس د نیولو امر صادر کړی دئ. د هغه د نیولو امر په یو تیوب کې د یوې ویدیو د خپریدو له کبله صادر شوی دئ چې په کې د ښاروالي پر یوه نوماند باندې تورونه لگول شوي دي.

https://p.dw.com/p/16FOI
انځور: dapd

دا په داسې حال کې ده چې گوگل وایي، پر پریکړې باندې به اعتراض وکړي. دې ویبپاڼې زیاته کړې ده چې د خپرو شوو ویدیو گانو د محتویاتو مسئولیت پر غاړه نه لري.

د برازیل د ټاکنو دې محکمې ویلي دي چې په دې هیواد کې د گوگل د ویپاڼې مشر فابیو جوز سیلوا کیلهو، د دولت له امر څخه سرغړونه کړې ده. محکمې زیاته کړې ده چې له کیلهو څخه ئې غوښتې وو چې دا ویدیو د یوتیوب (Youtube) له ویبپاڼې څخه پاکه کړي.

ویل کیږي چې په دغو ویدیو کې د کمپو گرند ښار ښاروالۍ ته نوماند السیدس برنال، ته سپکاوي شوی دئ او د هغه د بدنامولو هڅه شوې ده.

د ماتو گروسو ایالت د ټاکنو د محکمې یوه ویاند د سه شنبې په ورځ وویل چې که د یوتیوب له ویپاڼې څخه دا ویدیو پاکه نه شي نو قاضي به د کیلهو د نیولو امر پلي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د گوگل ویپاڼې ویلي دي چې د محکمې د پریکړې پر ضد به اعتراض وکړي. د دې شرکت چارواکو زیاته کړې ده: «گوگل د هغې پریکړې پر ضد دعوا کوي چې له مخې ئې له ویبپاڼې څخه د ویدیو د پاکولو امر شوی دئ. دا ځکه چې گوگل د ویدیو د محتویاتو مسئولیت نه لري.»

قاضي تیره اونۍ د ویدیو د پاکولو امر صادر کړی وو. قاضي همداراز ویلي وو چې په ټول برازیل کې باید د ۲۴ ساعتونو له پاره د یوتیوب او گوگل ویبپاڼې بندې شي. په برازیل کې به د اکتوبر په اوومه نیټه په ۵۰۰۰ ښارونو کې د ښاروالیو له پاره ټاکنې وشي.

د محکمې چارواکو ویلي دي چې په ویدیو کې د نوموړي نوماند په هکله دروغ ویل شوي دي. هغوی زیاته کړې ده چې هر وگړی حق لري چې خپل خصوصي معلومات له ځان سره وساتي.

تر دې پریکړي وروسته اوس داسې پوښتنې رامنځ ته شوي دي چې ایا د گوگل ويبپاڼه باید د هغو ویدیوگانو د محتویاتو مسئولیت پر غاړه واخلي چې خپروي ئې او که نه. تر دې مخکې د یوتیوب په ویبپاڼه کې د یوه داسې فلم د خپریدو له کبله چې په کې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی وو په اسلامي هیوادونو کې پراخي مظاهرې شوې وې.

مسعود جهش (رویترز، د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل